د امریکا نیواکګرۍ به دوام ونکړي
زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي القحوم په خپل هیواد کښې د امریکا او د لویدیځو هیوادونو شتون استعماري وباله او د دغو پوځیانو وتل یې د یمن د ټولو خلکو غوښتنه وبلله.
د یمن ځینو سرچینو څه موده مخکې د هیواد ختیځو سیمو ته د امریکا د یوشمیر عسکرو د ورتلو خبر ورکړی.
له بلې خوا خبرو سرچینو وویل چې د انګلستان نیواکګر پوځیان د یمن په ختیځ کښې په «حضر موت» ولایت کښې د یوې پوځي اډې د جوړولو په حال کښې دي.
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي القحوم له المعلومه خبري سایټ سره په مرکه کښې وویل د صنعا حکومت د امریکا او د اروپايي هیوادونو نیغ په نیغه شتون چې د ټولو نړیوالو قواننیو او اصولو خلاف ورزۍ ده له نږدې څخه تر نظر لاندې لري.
هغه وویل د امریکا او د لویدیځو هیوادونو د عسکرو شتون به چې هر توجیه ونلري زیات اوږد نشي او دوام به ونکړي.
القحوم ټينګار وکړ د یمن انصار الله غورځنګ به هغو پوځي وړتیا او وسلو ته په پام سره چې په لاس کښې یې لري د دغه پوځي شتون په مقابل کښې غلی کې نني.
د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي القحوم وویل د یمن خلک د امریکا او د هغو هیوادونو شتون چې د یمن امنیت ، ثبات ، واکمنۍ او وحدت په خطر کښې اچوي او د دوې شتمنۍ چورتالان کوي نه مني.