امریکا او انګلستان د یمن د جنګ د اوږدولو هڅه کوي
(last modified Mon, 07 Aug 2023 00:07:06 GMT )
Aug 07, 2023 04:37 Asia/Kabul
  • امریکا او انګلستان د یمن د جنګ د اوږدولو هڅه کوي

فارس خبري اژانس راپور راکړی د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي د سولې د خبرو په لاره کښې د امریکا او د بریتانیا په کارړنګونو باندې د نیوکې په ترڅ کښې وویل د واشنګټن او د لندن هدف د یمن د جنګ او د کلابندۍ اوږدول دي.

هغه په دې خبرې باندې ټینګار سره چې د یمن ملت نن سبا له بل هر وخت څخه زیات د خپل هیواد د ازادولو لپاره پراخ جنګ ته چمتو دی وویل مونږ هغه مشکلات تعقیبوو چې د یمن په چارو کښې د امریکا او د بریتانیا لاسوهنو رامینځته کړي دي او په تیره بیا د سولې په لاره کښې او په تیره بیا د انساني مسائیلو په زمینه کښې د دغو دوو هیوادونو کارړنګونې.

د یمن د ملي ژغورنې د حکومت دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي په دې خبرې سره چې له شرافت ‌ډکه سوله باید یوازې له قدرت او عزت سره یوځاې ووسي وویل تیریګر هیوادونه دغه نتیجې ته رسیدلي دي چې باید زمونږ د ملي واکمنۍ احترام وکړي.

د یمن د انصار الله غورځنګ د سیاسي دفتر غړي علي القحوم څه موده مخکې له عربستان سره د خبرو اترو په دوام ټینګار وکړ او ویې ویل له ریاض سره خبرې دوام لري او د یمن حکومت په خبرو کښې د پرمختګ د تحقق هڅه کوي.

سعودي عربستان د امریکا ، انګلستان د متحده عربي اماراتو او د څو نورو هیوادونو په ملاتړ سره له دوه زره پینځلسم میلادي کال راهسې د یمن پرضد پوځي تیریو او له ځمکې ، سمندر او هوا څخه کلابندیو ته دوام ورکړی دی.