په لمونځ ګزارو حمله تر ټولو رذیلانه جنایت دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i139904-په_لمونځ_ګزارو_حمله_تر_ټولو_رذیلانه_جنایت_دی
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعانی چافي» په جومات کښې په لمونځ ګزارو او مومنانو باندې برید کول تر ټولو رذیلانه ترهګر جنایت او د اسلام د مبین دین له رښتیونو او رحماني تعلیماتو څخه د دغو ټروریسټي بریدونو د عاملانو د لیرې توب نښه وبلله.
(last modified 2023-10-13T23:27:09+00:00 )
Oct 14, 2023 00:49 Asia/Kabul
  • په لمونځ ګزارو حمله تر ټولو رذیلانه جنایت دی

زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت ویاند «ناصر کنعانی چافي» په جومات کښې په لمونځ ګزارو او مومنانو باندې برید کول تر ټولو رذیلانه ترهګر جنایت او د اسلام د مبین دین له رښتیونو او رحماني تعلیماتو څخه د دغو ټروریسټي بریدونو د عاملانو د لیرې توب نښه وبلله.

هغه پرون د افغانستان د بغلان ولایت د پلخمري ښار په حضرت امام زمان علیه السلام جومات کښې د ترهګرې بم چاودنې په غندلو سره د دغه دردونکي پیښې د مظلومو شهیدانو له کورنیو سره خواخوږي اعلان کړه.

پرون جمعې ورځ د بغلان ولایت په مرکز پلخمري ښار کښې د حضرت امام زمان علیه السلام په جومات کښې د لمونځ ګزارو پرضد ترهګرې بم چاودنې کښې تراوسه کابو دیرش کسان شهیدان شوي او څه د پاسه پنځوس نور ژوبل شوي هم دي.

تراوسه کومې ترهګرې ډلې د بغلان د بم چادونې ذمه واري پرغاړه نه ده اخسیتي خو له دې مخکې داعش ترهګرې ډلې تل په افغانستان کښې په شیعه مسلمانانو او د دوې په جوماتونو باندې د حملو مسوولیتونه  پرغاړه اخیستي دي.

امریکا اوس له بریتانیا او نورو اروپايي هیوادونو سره یوځاي هڅه کوي چې په افغانستان کښې داعش ترهګره ډله له سره منظم کړي او د بغلان ترهګره حمله له دې سره تړاو لري.