د ټرمپ بیانیې هم نتانیاهو له سیاسي ستونزو ونه ژغوره
-
د صهیونیستي رژیم لومړی وزیر، بنیامین نتانیاهو
پارسټوډې – د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د ټاکنو نظرپوښتنې ښئي چې د ډونالډ ټرمپ د ملاتړ بیانیې له خپرېدو وروسته د بنیامین نتانیاهو په وضعیت کې هېڅ بدلون نه دی راغلی.
پارسټوډې راپور ورکړی چې د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې د ټاکنو په اړه نوې نظرپوښتنې ښئي چې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه بیانیه چې پکې ئې د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو ملاتړ کړی، د هغه په ائتلاف او د لیکوډ په ګوند کې ئې کوم بدلون نه دی راوستی.
بلکې د هغو کسانو د اټکلي څوکیو شمېر زیات شوی چې د اسرائیلو په کورنیو چارو کې د ټرمپ له لاسوهنې سره مخالفت کوي.
د والا ورځپاڼې د نظرپوښتنې له مخې، د نتانیاهو ائتلاف ۴۸ څوکۍ ترلاسه کړې، په داسې حال کې چې د هغه مخالفانو ۵۸ څوکۍ خپلې کړې دي. د بریا لپاره هر ائتلاف لږ تر لږه ۶۱ څوکیو ته اړتیا لري.
د دې نظرپوښتنې د معلوماتو له مخې، د آبي او سپین ګوند د مشر، بني ګانتس، له ټاکنو څخه تر استعفا وروسته، د ګادي آیزنکوټ په مشرۍ د «یاشار» ګوند د څوکیو شمېر زیات شوی او ۲۳ څوکیو ته رسېدلی دی.
له بلې خوا، د بنیامین نتانیاهو په مشرۍ د لیکود ګوند د یوې څوکۍ په له لاسه ورکولو سره ۱۹ څوکیو ته ټیټ شوی دی.
د نفتالي بنت په مشرۍ د «بیَخَد» ګوند هم د څوکیو په زیاتېدو سره ۱۴ څوکیو ته رسېدلی او د دریم لوي ګوند په توګه یې خپل ځای ساتلی دی.
له بلې خوا، د یائیر ګولان په مشرۍ د ډیموکراتانو ګوند د یوې څوکۍ په له لاسه ورکولو سره ۹ څوکیو ته ټیټ شوی دی. همدارنګه، د آویګدور لیبرمن په مشرۍ د «اسرائیل زموږ کور» ګوند هم د څوکیو په له لاسه ورکولو سره ۸ څوکیو ته رسېدلی او په ورپسې ځای کې قرار لري.