-
د وروستیو پېښو په اړه د امام خامنه ای درې مهمې روښانونې
Jan 20, 2026 10:28پارسټوډي –د اسلامي انقلاب معظم رهبر، حضرت آیتالله العظمی سید علی خامنهای د مبعث د نیکمرغه اختر په په مبارکه ورځ، د ایران د بېلابېلو سیمو له زرګونو خلکو سره په لیدنې کې، د مرغومې یا جدې د میاشتې د ۲۲ ورځې د ولسي او حماسي خوځښت په ستاینې کې ټینګار وکړ: د ایران ملت د فتنې ملا ماته کړه، خو لازمه ده چې د دې فتنې ماهیت، موخې او د هغې «روزَل شوي» او «غولول شوي» عوامل په ښه توګه وپېژندل شي.
-
د ایران وروستۍ پیښې په دولس ورځني جنګ کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د ناکامو هڅو دوام و
Jan 20, 2026 01:18ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان هغه څه چې په تیرو څو ورځو کښې په هیواد کښې رامینځته شول د ایران د ملت او د هیواد پرضد په دولس ورځني جنګ کښې د امریکا او د صهیونیسټ رژیم د ناکامه او د نه بریالیو هڅو دوام وباله
-
طالبان:د کوچنیانو لپاره دولتي روزنتونونه پرانیستل شوي
Jan 19, 2026 12:18د طالبانو د حکومت د کاراو ټولنیزو چارو وزارت وایي چې، د افغانستان په ټولو ولایتونو کې یې د هلکانو او نجونو لپاره په لسګونو جلا روزنتونونه پرانیستي او له خصوصي روزنتونونو څخه ماشومان په دغو روزنتونونوکې د ښوونې او روزنې لپاره ځای پرځای کېږي.
-
په هسپانیه کې د ریلګاډو د ټکر له امله ۳۹ کسان مړه شوي
Jan 19, 2026 12:07په هسپانیه کې د دوو چټکو ټرینونو/ریل ګاډو د ټکر له امله ۳۹ کسان مړه او ۱۵۲ نور ټپیان شوي دي.
-
د لوېدیځ جنایتونو ته بیاکتنه | د بګرام زندان؛ د امریکا لهخوا د بشري حقونو د نقض بېلګه
Jan 19, 2026 11:42پارسټوډې – د بګرام زندان په ۲۰۰۱ کال کې پر افغانستان د امریکا تر برید وروسته، د امریکايي ځواکونو لهخوا د افغانانو د توقیف په مهمو مرکزونو بدل شو.
-
د الجولاني حکومت او د سوریې د ډیموکراتیکو ځواکونو ترمنځ د اوربند تړون لاسلیک شو
Jan 19, 2026 10:22پارسټوډې – خبري سرچینو راپور ورکړی چې د الجولاني حکومت او د ډیموکراتیکو ځواکونو (قسد) ترمنځ له یوې مودې نښتو وروسته، یو هر اړخیز تړون لاسلیک شو.
-
په تېرو درې نیم میاشتو کې نژدې ۳ لکه افغان کډوال له پاکستانه ایستل شوي
Jan 19, 2026 10:09پاکستان وايي، د ۲۰۲۵ کال د سپټمبر له لومړۍ نېټې څخه، چې د افغان کډوالو د ایستلو (ستنېدو) درېیم پړاو پیل شوی، تر اوسه له ۲ لکه ۷۵ زره څخه زیات کسان بېرته ستانه شوي دي.
-
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د اور لګېدنې له امله د مرګ ژوبلې شمېره ۳۶ ته ورسېده
Jan 19, 2026 09:51د پاکستان د کراچۍ ښار په ګل پلازه کې لګېدلی اورله ۳۳ ساعتونو وروسته مهار شوی دی. د ژغورنې عملیاتو پر مهال ۸ نور مړي هم موندل شوي دي.
-
عراقچي: د عینالاسد تخلیه د عراق د ثبات د پیاوړتیا نښه ده
Jan 19, 2026 09:29پارسټوډې – د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: له عینالاسد څخه د امریکا وتل او بغداد ته یې سپارل، د عراق د ثبات او حاکمیت د پیاوړتیا نښه ده.
-
قالیباف: د صهیونیسټي رژیم هدف د اسلامي امت کمزوري کول او تجزیه کول دي
Jan 19, 2026 09:13پارسټوډې – د ایران د اسلامي شورا رئیس وویل: صهیونیسټان د تفرقې او بېثباتۍ د رامنځته کولو له ستراتیژۍ سره هڅه کوي اسلامي هېوادونه کمزوري او تجزیه کړي، څو په دې وسیله پر سیمې خپل تسلط ټینګ کړي.