-
د ملګروملتو دانسان دوستۍ ادارې له افغانستان سره د لازیاتې مرستې خبر ورکړ
Sep 10, 2022 10:42د خوړو نړیوال پروګرام د افغانستان د اوسني وضعیّت په باب په خبرداری ورکولو سره وئیلي دي،ددغه هیواداقتصادي بحران،کارکسب،معیشت او د ورځې چارې له ترینګلتیاؤ سره مخامخ کړي دي.
-
د حسینی اربعین د زیارتوالو په ضد ترهه ګره دسیسه شنډه شوه
Sep 10, 2022 07:45د عراق دولسی بسیجي ځواک په دغې اعلامیې کې وئيلي دي ،مونږ دعراق ولس او د سید الشهداء علیه السلام میلمنو ته ژمنه ورکوو چې همیشه د ترهه ګر دښمن دسیسو ته د غاښ ماتونکي ځواب لپاره تیار یوو.
-
د بشري حقونو د څار نړیوالې ادارې د لږکیو د امنیت په برخه کې د طالبانو حکومت ناکامه بللی دی
Sep 08, 2022 02:54د بشري حقونو د څار نړیواله اداره وایي چي په افغانستان کې د طالبانو حکومت پر قومي او مذهبي لږکیو د داعش د بریدونو په مخنیوي کې پاته راغلی دی.
-
د امریکا ائتلاف له سوریې څخه عراق ته پوځيان استولي
Sep 07, 2022 08:08اسپوتنیک خبري اژانس وايي د امریکا ائتلاف یو پوځي کاروان د سوریې په شمال ختیځ کښې له خپلو غیرقانوني اډو څخه د عراق کردستان سیمې ته منتقل کړ.
-
د داعش خوځښتونه سیمه ییزې مبارزې ته اړتیا لري
Sep 07, 2022 07:55صدای افغان خبري اژانس په یوه راپور کښې په افغانستان کښې له داعش ترهګرې ډلې سره سیمه ییزه مبارزه ضروري وبلله.
-
امریکائي پوځ له سورئې خپل ډير پوځي تجهیزات وویستل اوعراق ته ئې منتقل کړل
Sep 07, 2022 01:54د سورئې رسمي رسندویو ،له سورئې د امریکا د پوځي تجهیزاتو د ویستلو او دعراق شمال ته ئې د منتقلولو خبر ورکړ.
-
د ایټمي خبرواترو پر سست بهیرخپګانونه،او د ابهاماتو د ختمیدا پرضرورت د ایران ټینګار
Sep 06, 2022 09:49د اروپائي اتحادئې د بهرني سیاست مسئول جوزف بورل په دوشنبې ماښام د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې دخلاف ورزي کونکي په توګه امریکاته له اشارې پرته ووئيل،دتیر وخت په نسبت دجامعې نړیوالې ايټمي موافقې داحیاء لپاره په ویانا کې د موافقې ترلاسه کیدا ته لا کم هیله مند دی،دایران او ۴+۱ ډلې ترمینځ د ایټمي موفاقې په سر نظرونه د نزدکیدا په ځاي د لیریکیدا په حال کې دي.
-
روسیې په کابل کې خپل کنسولی خدمات وځنډول
Sep 06, 2022 09:03د افغانستان په کابل کې د روسیې د سفارت په یوې اعلامیې کې وئیلی دي د روسیې دسفارتکارو او نورو کارکونکو د امنیت د نه شتون په علت تر بلې اطلاع پورې په د غه هیواد کې خپل فعالیتونه ځنډوي.
-
اسلامي ایران د کابل پرونۍ بم چاودنه په کلکه وغندله
Sep 05, 2022 23:04زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ناصر کنعاني چافي د افغانستان په پلازمینې کابل کښې د روسیې د سفارت د کنسولي برخې په بهرنۍ محوطې باندې ترهګره حمله چې د ماسکو د سفارت د دوو غړیو او د افغانستان د یوشمیر ښاریزو د وژل کیدا سبب شوه په کلکه وغندله.
-
طالبانو د روسیې حکومت ته تسلیت ویلی دی
Sep 05, 2022 23:55ریانووستي خبري اژانس وايي د افغانستان د طالبانو د موقته حکومت د بهرنیو چارو وزارت په یوې بیانیې کښې هیله وکړه چې په کابل کښې د روسیې سفارت ته نږدې ترهګره بم چاودنه له ماسکو سره د طالبانو د حکومت په اړیکو منفي اغیز ونکړي.