په افغانستان کې دې د انجونو ښونځي پرانیستل شي
له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګه منع شوي، دې موضوع هم ډېرې ماشومې نجونې د خپل راتلونکې په اړه ناهیلې کړي دي.
له دې مخکې د طالبانو چارواکو نړیوالې ټولنې ته ژمنه ورکړې وه چې په افغانستان کې به د نوي تعلیمي کال په پيلیداسره(یعني د نوی لمریز کال په پیل سره )د انجونو ښونځي پرانیستل شي ، خو په دې باب د طالبانو د ژمنې خلاف ورزي له داخلي اوبهرنیو نیوکو سره مخ شوې ده .
زمونږخبریال د صداي افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړ، د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتریش بیګا د جینۍ د نړیوالې ورځې په مناسبت پخپل پیغام کې وئيلی دي ، دهغه هیواد لپاره چې د ښځو مشارکت او انرژۍ ته زیات ضرورت لري، د انجونو د ښونځیو تړل ډير تاواني دي
د ملګرو ملتونو له خوا نومول شوې دغه ورځ د لومړي ځل لپاره د ۲۰۱۲ کال د اکټوبر په یولسمه په نړۍ کې ولمانځل شوه.
له کله چې طالبان بیا پر افغانستان واکمن شوي او له شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځي ته له تګه منع شوي، دې موضوع هم ډېرې ماشومې نجونې د خپل راتلونکې په اړه ناهیلې کړي دي.