د تهران او ځينو بهرنیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه
https://parstoday.ir/ps/news/world-i122156-د_تهران_او_ځينو_بهرنیو_ورځپاڼو_ته_یوه_ځغلنده_کتنه
د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځيني بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 11, 2022 08:57 Asia/Kabul
  • د تهران  او ځينو بهرنیو ورځپاڼو ته یوه ځغلنده کتنه

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په پيل کې درته د تهران او ورپسې هم که وخت ؤ نو ځيني بهرنۍ ورځپاڼې به هم درسره شریکې کړو،نو ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

 دا هم دتهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي ،د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت ا....العظمی سید علی  خامنه اي د ورزشکارو شهیدانو له مئيندو او ددغې څانګې د شهیدانو د کانګرس له چاروالو سره په کتنې کې د وږې یا سنبلې د  میاشتې په شلمه نیټه ترسره شوي او پرون ددغه اورګان په مرکزکې خپره شوي روښانه کړې ده، حرفه  وي شئ خو لویدیځي فرهنګ مه منئ.دا ډیره د ویاړ خبره ده چې نړیوال اتلان خپل میډالونه  دشهیدانو کورنیو ته ډالۍ کوي چې له معنویّت او سرښیندنې  ډکه چاره ده باید وستایل شي.

 ورځپاڼې په دوام کې ليکي دي ،د روسیې او اوکراین ترمینځ په یوې زوروې چاودنې کې د کریمه پل د یوې برخې له نړیدا وروسته د اوکراین ولسمشر زلنسکي  د کي ایف په ځینو برخو د روسیې له سختو بمباریو رووسته تور لګولی چې روسیې د مونږ په بشپړ نابودولوپسې ده.

د انګلستان  یوه ټولن پيژاند او دسیاسی چارو کارپوه ډيویډ میلرپه ډاګه کړې چې د ایران په بلواؤ کې بهرنیو ترهه ګرو  ډلګیو لاس درلود.

د لبنان د حزب ا...ولسی غورځنګ دعمومی  منشي مرستیال نعیم قاسم ووئيل،په هر هغه جنګ کې به چې وشي ،پر صهیونیسټانو بریالی شو.

له دې وروسته چې شمالی کوریا ددغه هیواد د پوځ دتکتیکي ایټمی یونټ له خوا دیوې مانورې دترسره کیدا خبر ورکړ،ددغه هیواد رسمي خبري آژانس د جنوبی کوریا او امریکا دمورچلو په ضد ایټمي تاکتیکي  وسلو څخه د استفادې  ورته والی تائيد کړ.

دعراق د شیعیانو دستر ائيتلاف غږمله چوکاټ  په دغه هیواد کې د یوه ملی حکومت له جوړولو سره دمرستې په باب د درستو سیاسی ډلوټپلو ترمینځ د خبرواترو او یوې موافقې لپاره د خبرواترو دترسره کیدا لپاره چمتووالی اعلان کړی.

د مصر رسندویو راپور ورکړی ،د عربستان آل سعود رژيم  د هغو لسو مصریانو د اوږدې مودې د بندي کیدا فرمان صادر کړی ، چې د یوې کلتوری غونډې ترسره کیدا ئې منظمه کړې وه.

داهم د تهران چاپ  ابرار ورځپاڼه ده چې په خپل انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،حضرت آیت ا... العظمی سید علی خامنه ي د ورزشکاروشهیدانو د درنښت د  کانګرس له چاروالو او د  ورزشکارو شهیدانو له میئندو سره په کتنې کې ووئيل، دیني مسئلو او جهادي فعالیتونو ته د ورزشکارانو پابندي  ډيرې اجتماعي او معنوي اغیزې لري.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوائي ځواک قوماندان سردار واحدي روښانه کړې ده ، له  هرډول بهرني ګواښ سره دمقابلې لپاره هروخت تیار یوو او غاښ ماتونکی ځواب به ورکړو.

 د ایران د اسلامی جمهوریت د خارجه وزارت ویندوی ناصر کنعاني ووئيل ، د ایران کړچار هماغه راز د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې د خبرواترو لارې ته پابند شونه  دی.

د ایران او ۴+۱ډلې  ترمینځ په ایټمي خبرو کې  دایران دمرکچي ټيم مشر او مرستیال خارجه وزیر علی باقري کني په یو لړ څرګندونو کې ووئيل که اروپائي اتحادیه  په هرې زمینې کې  دملګرتیا ټاکنه  غوره کړي ، نو د ایران د  مثبت غبرګون تمه کولی شي.

د ایران د صنعت او کانونو او تجارتي چارو وزیر سید رضا فاطمي  ووئیل په کال کې د درملیزو صنائعو په برخې کې  ترپنځوس میلیون ډالرو پورې صادرات لرو او دغه اندازه تر دوه میلیاردډالري ارزښت پورې د رسولو امکان شته دی .

د امریکا ولسمشر جوزف بایډن او د جرمني صدراعظم  اولاف شولټن په ټيلیفوني خبرو کې  پر روسیې د دباؤ لپاره د بندیزونو او اوکراین سره د پوځي مرستو په باب په خبرو کې ټینګار کړی ، له روسیې سره دا وکراین د حدودو یوځاي کیدا هیڅکله هم  نه منو.

د ترکیې خارجه وزیر چاووش اوغلو په یولړ څرګندونو کې په ډاګه  کړې ده، له مصر اواسرائیلو  سره د اړیکو عادي کیدا بهیر دوام لري.

د صومالیا دپوځ په یولړ عملیاتو کې د الشباب ډلې کابو دوه سوه کسان وژل شوي دي.

د تایوان ولسمشر تای اینګ ون ووئیل ، له چین سره جنګ مطلقا کومه ټاکنه نه ده ،خو خپل دفاعي توان پیاوړی کوو.

د افغانستان د طالبانو دموقته حکومت  دلوړپوړو چارواکو او دامریکا د استخباراتي ادارې او خارجه وزارت لوړپوړو چارواکو په قطر کې سره مخامخ خبرې اترې کړي او ځیني  موافقې هم بیا ترسره شوي دي.

   داهم د تهران چاپ رسالت ورځپاڼه ده چې په انټرنیټي سایټ کې ئې نن لیکلي دي،د ایټمي انرژۍ دنړیوال آژانس  مشر رافایل ګروسي پخپل یوه نوي راپورکې وئيلی دي،ایران د یورانیمو د پخولوبهیر،د شپږم ماډل سنټرفیوژونو په  کارولو سره  چې په همداوروستیو کې په نطنز ایټمی ریئکټر کې لګول شوي دي  پیل  کړی دی.

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،په ایران کې د انګلستان سفیر یو ځل بیا په وروستیو بلواؤ کې د انګلستان  درسندویو او ځيني اورګانونو د لاسوهنې په علت  د ایران خارجه وزارت ته وربلل شوی دی.

د ایران د اسلامی جمهوریت د ولسمشرمرستیال محمدمخبر په یولړ څرګندونو کې ووئیل،د ایران اوروسیې اقتصادي مصحلت په دې کې دی چې دددواړو هیوادونو ترمینځ اړیکې په تیره بیا اقتصادي او تجارتي اړیکې په ترټولو لوړه سویه لاپراخې شي.

د امریکا پخواني کرغیړن ولسمشر ډونالډټرمپ یوځل بیا وئيلي دي،امریکا په نړۍ کې په یوې ملنَډې بدله شوې ده.

د ایران د پارلیمان دبهرنی سیاست او دملی امنیت د چارو دکمیشن یوه مسئول مقام فرهاد طهماسبي  ووئيل  له امریکا سره به خبرې ، د ایران دوارمخکې شرطونو درعایتولو په بڼه کې ممکنې وي.

 دافغانستان  په چارو کې د ملګروملتو استازي یو ځل بیا ګواښ کړی،که  نړیواله ټولنه د افغانستان د څو میلیونو  ماشومانو د ژوند د ژغورنې لپاره بیړنۍ  مرستې ونه کړي،نو ممکنه ده په دغه هیواد کې یوه بله انساني غمیزه رامینځة شيږ

د پاکستان  ولسمشر عارف علوي ددغه هیواد  حکومتی او اپوزیشن لوری یو ځل بیا  خبرواترو او نرمښت ته وباله او وې وئيل ، د وخت ضرورت دی چې درست سیاسی ګوندونه او لوري، اقتصادي ترینګلتیاؤ  او د  سیلاب تباهیو ته په پام سره د ولس  دآسانتیاؤ اوهوساینې په فکر کې شي.

دسورئې  پوځ او د مقاومتي چورلیز ځواک په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې دتکفیری ترهه ګرو پټنځایونه چې د امریکائي ترهه ګرو عسکرو تر ملاتړ لاندې ژوند کوي ،تباه کړی او دوي ته ئې یولړ مرګ ژوبلې اړولي دي.

اوس هم راګرځو  ځينو بهرنیو خپرونو ته چې د افغانستان په باب ئې لیکنې کړي او مونږ هم له انټرنیټه راخستي دي البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو خپرونو خپل دریځونه دي.

واشنګټن ایګزامینر اونیزې په دوحه کې د امریکايي چارواکو او طالبانو خبرې په یوه مطلب کې څېړلې دي.

خپرونه لیکي،د طالبانو د استخباراتي ادارې مشر عبدالحق وثیق د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې CIA مرستیال دیوید کوهن او د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي استازي ټام ویست او ورسره پلاوو د شنبې په ورځ د قطر په پلازمېنه په دوحې کې سره وکتل.

 خپرونه په دوام کې لیکي،د سي این این ټيلیوېژني چینل د راپور له مخې دواړو خوا د ترهه ګرۍ پرضد د مبارزې پر اړوندو مسایلو خبرې وکړې.

واشنګټن ایګزامینر ددې لیدنې په اړه چې په کابل کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري د وژل کېدو له اعلانه څه باندې دوه میاشتې وروسته وشوه لیکي، په کابل کې د الظواهري شتونه وښودله چې طالبان دا  لېوالتیا لري چې د تروریستي ډلو لپاره داسې یوه فضا رامنځته کړي څو خپلې لیکې منظمې کړي.

خپرونه زیاتوي، که طالبان خبر نه وای نو د الظواهري په څېر تروریست لپاره به ګرانه وای چې د افغانستان په پلازمېنه کې راښکاره شي.

           د امریکا چاپ ټایم مجلې پرون چې د رواني روغتیا نړیواله ورځ وه په خپله ګڼه کې د هغو شاوخوا سلو تنکیو زلمیانو او ماشومانو د کړاوونو په اړه مطلب خپور کړی چې له خپلو مئیندو پلارونو جلا په متحدوایالتونو کې اوسېږي.

خپرونه لیکي،پرافغانستان د طالبانو د واکمنېدو کلیزه پوره او تېره شوه خو دا ماشومان له خپلو میندو پلرونو جلا د امریکا د حکومت تر ملاتړ لاندې او تر ډېره په کمپونو او نورو مرکزونو کې ژوند کوي.

ټایم لیکي، دې ماشومانو چې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یوناڅاپه د خپلو کورنیو پرېښودو ته اړ شول د امنیت او آزاد ژوند په تمه ئې امریکا ته پناه  وړې، خو د خپرونې په وینا د ډېری دې ماشومانو لپاره یوې رواني ضربې د بلې هغې ځای ونیو.

د ټایم د راپور له مخې په دولتي استوګنځایونو کې افغان ماشومان د ځانګړو شرایطو په اساس ساتل کېږي، له تنظیم شویو سفرونو پرته دوی ته له ټاکلو ځایونو د وتلو اجازه نه شته، په یوازې ځان بهر نه شي وتلای او نه شي کولای چې خپل ملګري هلته راوبولي.

د ټایم خبریاله نها دیسای لیکي هغه مهال چې د امریکا د مهاجرت فدرال ادارې د دې افغان ماشومانو ساتنه کوله له ځینو سره یې دې مرکې وکړې او له هغو څخه یې د کابل د سقوط د شپو ورځو دردوونکې کیسې واورېدلې.

یوه ماشوم مجلې ته ویلي دي چې دی او د ده وروڼه به له امریکايي چارواکو څخه هېر شي، ځکه د دوی پر کېس هېڅوک کار نه کوي.