په واشنګټن کې د ټرمپ د سیاستونو پر ضد لاریون وشو
https://parstoday.ir/ps/news/world-i178366-په_واشنګټن_کې_د_ټرمپ_د_سیاستونو_پر_ضد_لاریون_وشو
د امریکا په واشنګټن کې زرګونو کسانو د جان اف کینډي د هنرونو د مرکز مخې ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو او د دغه مرکز د راتلونکي په اړه د اندېښنو له امله لاریون کړی دی.
(last modified 2026-09-19T09:17:11+00:00 )
Sep 19, 2026 13:45 Asia/Kabul
  • په واشنګټن کې د ټرمپ د سیاستونو پر ضد لاریون وشو

د امریکا په واشنګټن کې زرګونو کسانو د جان اف کینډي د هنرونو د مرکز مخې ته د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سیاستونو او د دغه مرکز د راتلونکي په اړه د اندېښنو له امله لاریون کړی دی.

د «هنرونو لاس مه وهئ» په نوم د دغه لاریون ګډونوالو د مرکز د تړل کېدو او احتمالي ویجاړولو په اړه اعتراض څرګند کړ.

دا لاریون وروسته له هغې ترسره شو چې د کینډي مرکز د ټرمپ په مشرۍ بورډ د بیارغونې لپاره د مرکز د تړلو پرېکړه وکړه.

د راپورونو له مخې، د دغه مرکز د بیارغونې لپاره د امریکا کانګرس ۲۵۷ میلیونه ډالره ځانګړي کړي دي.

د مرکز د نوم له بدلون سره هم حقوقي شخړه روانه ده.

یوه فدرالي قاضي پرېکړه کړې چې د کینډي مرکز پر ودانۍ د ټرمپ نوم له کانګرس پرته نه شي ورزیاتېدای، او د نوم د بیا لیکلو هڅه یې بنده کړې ده.

د کینډي مرکز د امریکا له مهمو فرهنګي او هنري بنسټونو څخه دی او د ودانۍ د بیارغونې، تړل کېدو او د نوم د بدلون موضوع په وروستیو میاشتو کې په پراخ سیاسي او حقوقي بحث بدله شوې ده.

د مرکز د بورډ پرېکړه د اوږدمهاله بیارغونې له پلان سره تړلې ده.