-
د الوتنو لپاره څلور نړیوال او ۲۴ کورني هوايي ډګرونه چمتو شوي دي
Aug 17, 2023 13:39د ترانسپورټ او هوایي چلند وزارت چارواکو ویلي چې د افغانستان فضا د هر ډول الوتنو پر وړاندې پرانيستې ده او په عملي ډول ترې نړيوالې عبوري الوتنې ترسره کېږي. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د شاهچراغ د برید د ترهګریز برید نور جزئیات / نورزاف په ترکیه کې له داعش ډلې سره یوځای شوی وو
Aug 17, 2023 08:43د ایران د اسلامي جمهوریت رسنیو په دې وروستیو کې د شاه چراغ پر زیارت باندې د حملې او د هغه ترهګرو په اړه نور جزئیات خپاره کړي دي. ویل شوي چې د ترهګریز برید عامل (رحمت الله نوروزاف) د سلمان اسلم یار په نوم تنظیمي کس لومړی د داعش له یوه غړي سره د ټولنیزو شبکو له لارې تماس نیولی او بیا ترکیې ته تللی او له داعش ډلې سره یو ځای شوی دی.
-
د شاهچراغ (ع) د ترهه ګروعملیاتوعاملان به سخته سزا وویني
Aug 14, 2023 01:47د ایران د خارجه وزیر امیر عبداللهیان په شاهچراغ کې ترهه ګر عملیات په کلکه وغندل او ویې ویل د دغه جنایت عاملان ، حکم ورکونکي او ملاتړي سخت انجام وویني .
-
د ایران په سویل ختیځ کې د وسلو قاچاق وړونکې ډله له منځه وړل شوې
Aug 12, 2023 02:22د ایران د سیستان او بلوچستان ولایت د پولیسو مشر په چابهار ښار کې د وسلو قاچاق وړونکې ډلې د له منځه وړلو خبر ورکړی.
-
له زده کړو د افغان نجونو محرومول لویه بشري سرغړونه ده
Aug 12, 2023 03:59د نړیوال تعلیم لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ګورډن براون ویلي، چې طالبانو له زده کړو د نجونو او ښځو په منع کولو سره له بشري حقونو تر ټولو سخته سرغړونه کړې ده.
-
له ۱۲ زره افغان خبریالانو څخه ۸ زرو یې خپلې دندې پرېښي
Aug 12, 2023 01:55(ار اېس ایف) یا د بې پولي خبریالان نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د دوه کلنۍ په درشل کې "د طالبانود رژیم تر واکمنۍ لاندې دوه کاله خبریالي ( ژورنالیزم) په نوم یو راپور خپور کړی او ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ مياشتې وروسته، د ۱۲۰۰۰ خبريالانو له ډلې دوه پر درې برخې يې د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي، چې په سلو کې ۸۰ يې ښځينه خبريالانې دي.
-
په یوې اونۍ کې پنځه افغان خبریالان نیول شوي دي
Aug 12, 2023 01:07په تېرې اونۍ کې په افغانستان کې پنځه افغان خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي، چې د ځینو یې د نیونې لامل هم نه دی روښانه شوی.
-
د سوریې ۳۰ پوځیانو ته مرګ ژوبله
Aug 11, 2023 11:29د سوریې د پوځیانو د لیږد پر یوه بس د داعش ترهګرو په برید کې شل سوریي ځواکونه وژل شوی او لس نور ټپیان دي.
-
د سوریې په شمال کې د داعش درې ترهګر نیول شوی دی
Aug 11, 2023 10:47د ترکیې د استخباراتو او ملي امنیت ادارې ویلي چې د سوریې په شمال کې یې د داعش ترهګرې ډلې درې غړي نیولي دي.
-
د عمران خان نیول کېدو او په پاکستان کې د پارلمان منحل کېدلو په اړه د هیندارې خپرونه دلته واورئ
Aug 09, 2023 08:01د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان نیولو او همدارنګه په دې هېواد کې د پارلمان منحل کېدلو پراخ غبرګونونه او اندېښنې راپارولي دي؛ په دې اړه په هینداره خپرونه کې آزاد خبریال طاهر خان او د مذهبي او سیاسي چارو کارپوه مهدي غلام حیدري او ژورنالیست نیاز محمد خان زموږ مېلمانه دي او زموږ پوښتنو ته یې ځوابونه ورکړي.