-
په غزه کې څه دپاسه ١٣٠ خبريالان شهيدان، ١٦ تنه ټپيان او څلور تنه نور ورک دي
Mar 17, 2024 02:31د ملګرو ملتونو د بشري حقونو په شورا کې د قطر استازی عبدالله ناصر النعمه د دې په بیان سره چې د غزې تړانګه د نن ورځې جنګونو په تاریخ کې د خبریالانو ترمنځ ترټولو د زیاتو قربانیانو شاهده ده، د خبریالانو د ساتنې پر ضرورت باندې ټینګار وکړ.
-
قرآنکریم فلسطینیانو ته سکون او صبر ورکوي
Mar 13, 2024 11:26پارس ټوډې - فلسطیني خبریال "ربيع ابو نقیره" په انسټاګرامي پوسټ کې د جګړې له سختو شرایطو سره سره، په رفح کې د قرآنکریم د حفظ کولو لپاره د ماشومانو د هڅو ستاینه کړې ده.
-
د وحشی صهیونیسټانوپه بمباریوکې د فلسطین د فټبال ملی ټیم غړی هم شهید شو
Mar 13, 2024 03:42۳۹کلن برکات د ټول قرآن حافظ او د خان یونس د کلب لومړنی او ترتولو ښه ګول کونکی لوبغاړې ؤ چې د خپل کلب لپاره ئې څه دپاسه سل ګولونه کړي وو.
-
الاقصی جومات ته د مسلمانانو دلاس رسي محدودیّت به حالات نوره هم ترینګلي کړي
Mar 12, 2024 12:14د اردن خارجه وزیر په الاقصی جومات کې د دمسلمانانو د شتون دمحدودولو لپاره د صهیونیسټي رژيم په سیاستونو په سختو نیوکو سره د صهیونیسټانو ددغه اقدام دخطرناکو پائيلو په باب خبر داری ورکړ.
-
د فلسطین استازي د صهیونیسټي رژیم پرضد پر هراړخیزو بندیزونو ټینګار وکړ
Mar 12, 2024 02:34په ملګرو ملتونو کې د فلسطین استازي ریاض منصور اعلان وکړ چې بندیزونه باید په یوه اسرائیلي مېشت ځای پورې محدود نه وي، بلکې په فلسطیني خاوره کې ټول غیر قانوني مېشت ځایونه باید پکې شامل وي.
-
په غزه کې د صهیونیسټي رژیم د کمانډو ځواکونو یو قومندان په هلاکت رسېدلی
Mar 10, 2024 02:17د اسرائیلي رژیم پوځ د یکشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د غزې په تړانګه کې د دوی د کومانډو د قطعې یو قوماندان په هلاکت رسېدلی دی.
-
د ښځو په نړيواله ورځ، څه دپاسه ۹ زرو ته د فلسطيني شهیدو مېرمنو د شمېر رسېدل
Mar 09, 2024 13:04په ملګروملتونو کې د ښځو د چارو مشرې وویل: په تېرو پنځو میاشتو کې پر غزې تړانګې د صهیونیسټي رژیم د بریدونو له امله، څه دپاسه ۹ زره مېرمنې په شهادت رسېدلي دي.
-
له غزې سره د مرستو په تړاو د امریکا پر تبلیغاتي اقدماتو نیوکه
Mar 09, 2024 11:39د غزې د جګړې په شپږمه میاشت او د صهیونیسټي رژیم لخوا د غزې تړانګې د مظلومو خلکو د نسل وژنې د دوام په لړ کې، امریکا چې د دغه رژیم په جنایتونو کې شریکه ده، له تل ابیب څخه د پراخ سیاسي او پوځي ملاتړ په اړه، د کورنیو او نړیوالو نیوکو د زیاتېدو په غبرګون کې، ظاهراً د غزې اوسېدونکو ته د مرستې لپاره، تبلیغاتي تدابیر نیولي، چې البته دا کار له ډېرو نیوکو سره مخ شوی دی.
-
د یمن پوځ د امریکا دوې نورې کشتۍ هم ټارګټ کړي دي
Mar 06, 2024 03:50د یمن پوځ به خپلو عملیاتو ته به د غزې تړانګې د جنګ تر بندیدا او د کلابندۍ ترختمیدا پورې دوام ورکړي.
-
د اسلامی ایران امنیت له هیڅ هیواد سره اړونده نه دی
Mar 04, 2024 12:01د اسلامی ایران ولسمشر د هیواد ددفاعي بینادونو پیاوړتیا او دتجروبه لرونکی پولیسي ځواک ته خاص توجه د حکومت یوه مهمه دنده وبلله او زیاته ئې کړه،دفاعي قدرت،اقتصادي ثبات او کلتوري توانمنۍ،د ملي اقتدار درې مهمې مؤلفې دي.