قرآنکریم فلسطینیانو ته سکون او صبر ورکوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran_social-i147612-قرآنکریم_فلسطینیانو_ته_سکون_او_صبر_ورکوي
پارس ټوډې - فلسطیني خبریال "ربيع ابو نقیره" په انسټاګرامي پوسټ کې د جګړې له سختو شرایطو سره سره، په رفح کې د قرآنکریم د حفظ کولو لپاره د ماشومانو د هڅو ستاینه کړې ده.
(last modified 2024-05-16T08:23:28+00:00 )
Mar 13, 2024 14:56 Asia/Kabul
  • قرآنکریم فلسطینیانو ته سکون او صبر ورکوي

پارس ټوډې - فلسطیني خبریال "ربيع ابو نقیره" په انسټاګرامي پوسټ کې د جګړې له سختو شرایطو سره سره، په رفح کې د قرآنکریم د حفظ کولو لپاره د ماشومانو د هڅو ستاینه کړې ده.

ابو نقیره په دغه پوسټ کې لیکلي دي: د نیواکګرو لخوا د جوماتونو له بمبارولو وروسته، د روژې د مبارکې میاشتې په رارسېدو سره، بې کوره شوي ماشومان، د رفح په لوېدیځ کې په یوه خیمه کې، د قرآن د یوه ښوونکي په حضور کې چې د خان یونس له کډوالو څخه دی، د اسرائیلو لخوا په کلابندۍ کې، همدارنګه د قرآنکریم حفظ کولو ته دوام ورکوي.

د قرآنکریم له زده کولو سره د فلسطیني ماشومانو لېوالتیا

د يادونې وړ ده، چې په فلسطين كې د روژې د مباركې مياشتې له پيل سره سم، په غزې تړانګه كې جنګ ځپلي كډوال، د قرآن عظيم الشان په تلاوت سره د دې مياشتې هركلی کوي.