د اسلامی ایران امنیت له هیڅ هیواد سره اړونده نه دی
د اسلامی ایران ولسمشر د هیواد ددفاعي بینادونو پیاوړتیا او دتجروبه لرونکی پولیسي ځواک ته خاص توجه د حکومت یوه مهمه دنده وبلله او زیاته ئې کړه،دفاعي قدرت،اقتصادي ثبات او کلتوري توانمنۍ،د ملي اقتدار درې مهمې مؤلفې دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر ابراهیم ریئسي نن د پولیسو دعلومو د پوهنتون د فارغ التحصیلانو په دستورو کې پخپلې وینا کې ووئیل،د ایران اوسنی امنیت په مختلفو صحنو کې د ولس له شتونه راپورته شوی او د پولیسو په صحنې کې له شتون، هوښیارتیا ،ویښتیا او ځيرتیا راپورته شوی دی.
ریئسي تخنیکي او مسلکي تخصص، شجاعت،پوهیدا،تجروبه لرل په خدای ایمان لرل ، په اسلامی انقلاب پورې زړه تړل او له ولس سره عشق او د خدمت په سنګر کې له یوه شیبه غفلت پرته او دوامدار شتون،د ایران د اسلامی جمهوریت د پولسو ترتولو غوره ځانګړنې وبللې او وې وئيل،وسلوال ځواکونه دمونږ د ملت لپاره یو ویاړ دی او دملت په زړه کې ځاي لري، ځکه د ولس ترڅنګ او له ولس سره دي.
د اسلامی ایران ولسمشر د هیواد ددفاعي بینادونو پیاوړتیا او دتجروبه لرونکی پولیسي ځواک ته خاص توجه د حکومت یوه مهمه دنده وبلله او زیاته ئې کړه،دفاعي قدرت،اقتصادي ثبات او کلتوري توانمنۍ،د ملي اقتدار درې مهمې مؤلفې دي.
ریئسي ددې خبرې په کولو سره چې دښمن له هغو ټولو دښمنیانو سره چې د ایران دملت په نسبت ئې کړي دي پوهیږي، چې اوس همدغه ولس د ایران د اسلامی جمهویت د اقتدار او قدرت ترټولو مهمه مؤلفه دی روښانه کړه ، د ایران ملت په صحنې کې تیار او مسئولیّت منونکی دی او په همدې خاطر شتون،په تیرو ۴۵کلونو کې د دښمن ټوله نقشې په اوبو لاهوو کړي دي.
د ایران د اسلامی جمهوریت د انتظامي علومو د پوهنتون د محصیلینو د فارغ التحصیلۍشپږڅلویښتمې دستورې نن په امام حسن مجبتی(ع) پوهنتون کې ترسره شو.