-
د ایران د تیلود تولید ظرفیّت له بندیزونو تر مخکې حد ته رسیدلی دی
Apr 01, 2022 09:54د ګیسو په برخې کې هم په هغو ښو اقداماتو سره چې دګیسو او تیلو په ملی شرکت کې په ژمي کې ترسره شوي دي ،د پارس جنوبی پلیټ فارم څخه د ګیسو د تولید اندازه په ورځې کې اوه سوه پنځه میلیون میټرمکعب اندازې ته چې تر ټولو لوړه اندازه ده ،رسیدلې ده .
-
د افغانستان په هرات کې د میرمنو د انسجام او مشورتي ناسته جوړه شوه
Apr 01, 2022 08:15هرهغه بدبختی چې دافغانستان ولس ورسره مخامخ دی ، دغه ټول مشکلات د بهرنیو د لاسوهنو په خاطر دي . او د هرات ولایت میرمنې دخپل حق د ترلاسه کولو پورې خپلې مبارزې ته دوام ورکوي ، به همدې خاطر ئې په دغې غوندې کې له ټولو میرمنو وغوښتل خپل پیوستون دې وساتي .
-
افغان ولس د روژې په رارسېدو د توکو د بيو د لوړېدو شکايت کوي
Apr 01, 2022 02:51د روژې د مبارکې مياشتې په رانزې کېدو او د بې روزګارۍ په اوج کښې افغان ولس شکایت کوي چې د روژې مبارکې میاشتې په را رسېدو سره د خوراکي توکو بیې یو ځل بیا لوړې شوې دي.
-
په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور ۴۶کسان قرباني کړل
Mar 31, 2022 10:48په درست ایران کې تر دې دمه د کرونائي ککړو کسانو شمیر اوه میلیون یو لک دوه شپیته زره دوه سوه شلو تنو ته زیات شوی او همداراز له دوي په درملنې پسې تر دې دمه شپږ ملیون اته لکه درې اویا زره شپږ سوه دوه څلویښت تنه ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .
-
امریکا دې هغه ټوله پیسې چې له افغانستانه ئې غلا کړي بیرته وګرځوي
Mar 31, 2022 07:45د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف هم په افغانستان کې د ثبات په رامینځةکولو کې دملګروملتو پر لافعال رول په ټينګار سره ووئيل ، مونږ باید له طالبانو سره تعامل ولرل شو ، په افغانستان کې دناټو اوامریکا د پرله پسې کلونو شتون ددغه هیواد وضعیَت ډیر ترینګلی کړی دی ، نو اوس امریکا اوناټو په افغانستان کې له خپل مسئولیّته لټي کوي، حال دا چې ددغو درستو ترینګلتیاؤ همدوي مسئول دي .
-
نړیوال بېنک له افغانستان سره د ۶۰۰ میلیونه ډالرو پروژې لغوه کړې
Mar 31, 2022 03:04د نړیوال بېنک مشرتابۀ په وروستۍ فېصله کښې ویلي چې په افغانستان کې د جينکو د ښوونځیو د تړل کېدو په غبرګون کښې دوي په دغه هېواد کښې د کرنې او روغتیا په برخه کښې خپلې څلور سترې پروژې چې خواوشا ۶۰۰ میلیونه ډالر لګښت پرې راځي لغوه کوي.
-
هیله ده طالبان به د جينکو د تعليم په اړه په خپلې فېصلې کښې بیا کتنه وکړي
Mar 31, 2022 02:47د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې په افغانستان کې د طالبانو د موقته حکومت له لوري د جينکو د ښوونځیو تړل کېدو ټوله نړۍ اندېښمنه کړې ده.
-
په پاکستان کښې له ترهه ګرو سره په نښتو کښې ۷ ترهه ګر او ۸ امنيتي ځواکونه ووژل شول
Mar 31, 2022 01:33د پاکستان په ټانک او جنوبي وزيرستان سيمو کښې له ترهه ګرو سره په نښتو کښې د دغه هېواد د يو کېپټن په شمول اته تنه امنيتي ځواکونه او اوۀ تنه ترهه ګر ووژل شول.
-
د افغانستان د نفوسو شمېر تقريباً ۳۴٫۳ ميلين تنه اعلان شو
Mar 31, 2022 01:05د ترټولو وروستيو اټکلونو له مخې د افغانستان د نفوسو شمېر تقريبا۳۴٫۳ ميلين تنه اعلان شو.
-
په افغانستان کښې د خوړو بحران په ژورېدو دے
Mar 30, 2022 13:21د خوړو نړیوال پروګرام يا ډبلیو اېف پي وايي چې په افغانستان کښې د خوړو د خوندیتوب بحران د ژوريدو په حال کښې دے.