په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور ۴۶کسان قرباني کړل
(last modified Thu, 31 Mar 2022 10:48:04 GMT )
Mar 31, 2022 15:18 Asia/Kabul
  • په ایران کې د کرونا منحوس ویروس نور ۴۶کسان قرباني کړل

په درست ایران کې تر دې دمه  د کرونائي ککړو کسانو شمیر  اوه میلیون یو لک دوه شپیته زره دوه سوه شلو تنو ته زیات شوی  او همداراز  له دوي په درملنې پسې تر دې دمه  شپږ ملیون  اته لکه درې اویا زره  شپږ سوه دوه څلویښت تنه ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .

ایران پریس خبری آژانس راپور ورکړ ، دایران  د روغتیائي چارو زوارت نن په یوې اعلامیې کې ووئيل ،  په تیرو شواروز کې  د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په کرونا نور دوه زره څلور سوه اوه اتیا ککړ کسان پیژندل شوي  چې  له دوي ۳۵۵کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .

په راپور کې وئيل شوي دي له دوي سره په درست ایران کې تر دې دمه  د کرونائي ککړو کسانو شمیر  اوه میلیون یو لک دوه شپیته زره دوه سوه شلو تنو ته زیات شوی  او همداراز  له دوي په درملنې پسې تر دې دمه  شپږ ملیون  اته لکه درې اویا زره  شپږ سوه دوه څلویښت تنه ښه او له روغتونونو رخصت شوي دي .

 همداراز  په تیرو ۲۴ساعتونو کې  په ایران کې د کرونا د منحوس ویروس دککړتیا له امله دنورو شپږ څلویښت کسانو په مړینې سره تر دې دمه په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر هم  یو لک څلویښت زره  دوه سوه څلورو تنو ته زیات شو .