-
په نابلس کې د فلسطیني سیمو پر میشت ځایونو برید
Jun 05, 2023 09:58د مهر خبري آژانس د خبر له مخې، په لسګونو صهیونیسټانو د دغه رژیم د پوځیانو په ملاتړ سره د اردن سیند په لوېدیځ کې د نابلس ښار پر مختلفو سیمو حملې وکړې.
-
هغه هېواد چې د آذربایجان خلک ویروي، صهیونیسټ رژیم دی، نه ایران
Jun 05, 2023 09:05د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند، ایران ته د آذربایجان اتباعو د سفر لپاره د دغه هېواد د خبرداري په ځواب کې وویل: ایران یو متمدن او اسلامي هېواد دی او هغه هېواد چې باید د آذربایجان خلک ترې و ویرېږي، صهیونیسټ رژیم دی.
-
د ایران او ترکیې د بهرنیو چارو وزیرانو د دواړو هېوادونو د ملګرتیاو پر پراختیا ټینګار وکړ
Jun 05, 2023 08:28د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیرعبداللهیان د دوشنبې په شپه د ترکیې د بهرنیو چارو له نوي وزیر هاکان فیدان سره په ټلفوني خبرو کې هغه ته په دغه مقام د ټاکل کېدو مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ نږدې ملګرتیاو په نوي دور کې دوام او پراختیا ومومي.
-
بشري کړکېچ؛ اوچا: د اړمنو افغانانو شمېر ۵۰۰ زره نور هم زیات شوی
Jun 05, 2023 07:59په افغانستان کې بشري مرستو ته د اړمنو افغانانو په شمېر باندې پنځه لکه نور کسان هم ورزیات شوي.
-
افغانانو ته د هوسا ژوند برابرېدو ژمنه
Jun 05, 2023 07:25د افغانستان لپاره د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام یا «یو. این. ډي. پي» نوي استازي «سټیفن روډریکوز» ویلي، هڅه کوي په افغانستان کې میلیونونه افغانانو ته هوسا ژوند برابر کړي.
-
ایران په افغانستان کې د سیرومو د تولید فابریکه جوړوي
Jun 05, 2023 06:40د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر د ایران د صادراتو ادارې له مشر سره په کابل کې د لېدنې پر مهال د طبي ټکنالوژۍ او درملو په برخو کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ د پراختیا په اړه خبرې کړې دي.
-
امام خمیني رح د نړۍ، اسلامي امت او هېواد په کچه تاریخي بدلونونه رامنځته کړي
Jun 04, 2023 07:46په ایران کې د اسلامي انقلاب ستر لارښود ایت الله خامنه يي د امام خمیني رح د مړینې د ۳۴مې تلین د مراسمو پر مهال وویل، امام د هېواد، اسلامي امت او نړۍ په کچه یو بې ساری بدلون رامنځته کړی چې په راتلونکې کې به یې مثال پیدا نشي.
-
د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) د تلین په مناسبت تاسو ټولو ته تسلیت وایو
Jun 04, 2023 07:37نن (یکشنبه) د ۱۴۰۲ هجري قمري کال د غبرګولې څوارلسمه (د ۱۴۴۴ هجري قمري کال د ذوالقعدې د میاشتې له ۱۵مې او د ۲۰۲۳ میلادي کال د جون له څلورمې نېټې سره برابره ده) د ایران د اسلامي جمهوریت د ستر بنسټګر حضرت امام خمیني (ره) د رحلت له تلین سره برابره ده.
-
په هند کې د اورګاډي پېښه/ نږدې ۳۰۰ کسان مړه او له ۹۰۰ ډېر ټپیان دي
Jun 03, 2023 13:03د هند په اوډیشا ایالت کې د درېیو اورګاډو د ټکر له امله د وژل شویو کسانو شمېر شاوخوا درې سوو ته رسېدلی دی.
-
فلسطیني مقاومت کوونکو د صهیونیسټانو پرضد ۲۴۲ عملیات ترسره کړي
Jun 03, 2023 09:25د فلسطین د مقاومت ځواکونو په تېره یوه اونۍ کې په لوېدیځه غاړه کې، د صهیونیسټانو پرضد په لسګونه عملیات ترسره کړي.