طالبانو د افغان انجونو د زده کړې د بندیز دلیل اعلان کړ
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134882-طالبانو_د_افغان_انجونو_د_زده_کړې_د_بندیز_دلیل_اعلان_کړ
د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي،ددغه هیواد انجونو د زده کړې د ځنډولو دلیل د اصلاحاتو راوستل وبلل.
(last modified 2023-06-24T07:19:43+00:00 )
Jun 24, 2023 11:46 Asia/Kabul
  • طالبانو د افغان انجونو د زده کړې د بندیز دلیل اعلان کړ

د افغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي،ددغه هیواد انجونو د زده کړې د ځنډولو دلیل د اصلاحاتو راوستل وبلل.

تسنیم خبری آژانس راپور ورکړ، دافغانستان د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا...مجاهد نن په یولړ ټیلیویژنی خبرو کې  په افغانستان کې له شپږم صنفه دپورته انجونو د زده کړې د ځنډولو د دلیل په باب ووئيل، د ښونځیو چټي کیدا د ځّینو ضروري اصلاحاتو په دلیل ترسره  شوې ده،ځکه پخواني تعلیمي نصاب له لویدیځه راغلی او دلویدیځوالو په وسیله تپل شوی ؤ.

ذبیح ا... مجاهد زیاته کړه ، مونږ نه دي وئيلي چې د انجونو زده کړې ممنوع دي ،یا دا چې دوي ته د  زده کړې  اجازت  نه ورکوو، بلکې  دا ځنډیدا تر دوهم امر پورې ده ،په دې معنا چې  پکې اصلاحات راشي.

د افغانستان د طالبانود حکومت ویندوي همداراز ددغه هیواد له مسئلو سره  دانسان دوستۍ  دمسلو د سیاسی نه کولو په ضرورت په ټينګارسر ه زیاته کړه، د انسان دوستۍ مرستې باید له سیاسی مسئلو سره غوټه ونخوري.

ذبیح ا... مجاهد د طالبانو د حکومت د په رسمیّت پيژندنې له موضوع سره په ارتباط کې  هم ووئیل،  له ډيرو هیوادونو سره ښې او ډيرې اړیکې لرو،که څه هم  هغوي  اعلان نه دی کړی مونږ په رسمیّت پيژني،خو رسمي اړیکو ورسره لرو.