جامعه نړیواله ایټمی موافقه ترټولو ښه ټاکنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/world-i134836-جامعه_نړیواله_ایټمی_موافقه_ترټولو_ښه_ټاکنه_ده
داروپائي اتحادئې لپاره جامعه نړیواله ایټمي موافقه،د ایران د ایټمی پروګرام په باب  دنړیوالې ټولنې د روا اندیښنو د ارزولو لپاره  که ونه وایم یوازینۍ ،نو ترټولو ښه ممکن چوکاټ دی .
(last modified 2023-06-23T11:14:08+00:00 )
Jun 23, 2023 15:39 Asia/Kabul
  • جامعه نړیواله ایټمی موافقه ترټولو ښه ټاکنه ده

داروپائي اتحادئې لپاره جامعه نړیواله ایټمي موافقه،د ایران د ایټمی پروګرام په باب  دنړیوالې ټولنې د روا اندیښنو د ارزولو لپاره  که ونه وایم یوازینۍ ،نو ترټولو ښه ممکن چوکاټ دی .

د اروپائي اتحادئې دبهرنی سیاست  د کمیشن دمشر مرستیالې آنریکه مورا د ایران د ایټمي دوسیې په باب جامعه نړیواله ایټمی موافقه ترټولو ښه ټاکنه وبلله  او وې وئيل چې ددغې نړیوالې موافقې ځای بله موافقه نشي نیولی.

ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ، آنریکه مورا نن پخپل یوه ټولنیز پيغام کې لیکلي دي، د اروپائي اتحادئې لپاره جامعه نړیواله ایټمي موافقه،د ایران د ایټمی پروګرام په باب  دنړیوالې ټولنې د روا اندیښنو د ارزولو لپاره  که ونه وایم یوازینۍ ،نو ترټولو ښه ممکن چوکاټ دی .  

آنریکه مورا د چارشنبې په ورځ هم  د قطر په دوحې کې د ایران له مرستیال خارجه وزیر  علی باقري کني سره لیده کاته وکړل اوپخپل یوه ټویټ کې ئې ولیکل ،د نړیوالې ایتمی موافقې د  په وړاندې خبرواترو او فارس خلیج حوزې سره داړونده  لارو چارو په شمول، دواړو لورو د  دوو اړخیزو ،سیمه ایزو او نړیوالو  مسئلو پر ډيرو اړخونو غور او خبرې اترې وکړې.

د اروپائي  ټرائيکا  نمایندګانو  هم تیره اونۍ  له علی باقري کني سره  د نړیوالې ایټمي موافقې دوروستي وضعیّت په باب خبرې اترې کړي دي.

د ایران اسلامی جمهوریت دیوه مسئولیت منونکي هیواد په توګه تل  اعلان کړی دی چې دیوې تل پاتې او نه انکاریدونکي نړیوالې موافقې لپاره  چې بندیزونه  په یوډول تضمین سره  ختم کړي  او په راتلونکي کې  د ایران په ضد داستفادې لپاره د دباؤ د اړم په توګه کومه موضوع باقي پاتې نشي ، تیار دی.