-
اسرائیلو په سویلي لبنان باندې په بریدونو کښې سپین فاسفورس کارولي دي
Mar 09, 2026 08:24پارس ټوډی- د بشري حقوقو څارونکو ویلي چې د اسرائیلو رژیم د لبنان په جنوب باندې په بریدونو کښې سپين فاسفورس استعمال کړي دي.
-
قالیباف: زموږ ډروني او توغندیز توان یوازې د امریکايي او صهیونیسټي یرغلګرو پر وړاندې دی
Mar 05, 2026 09:23پارس ټوډې – د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر ولیکل: دوستو، وروڼو او ګاونډیو هېواونو ته اعلان کوو چې زموږ ډروني او توغندیز توان یوازې د امریکايي او صهیونیسټي یرغلګرو پروړاندې د مشروع دفاع لپاره دی.
-
اسلامي او عربو هیوادونو د امریکا د سفیر څرګندونې وغندلې
Feb 22, 2026 01:57ایرنا خبري اژانس راپور راکړی اسلامي او عربو هیوادونو له عربو اتحادیې، د فارس خلیج د ملګرتیا له شورا او د اسلامي ملګرتیا موسسې سره یوځاې د خبر پاڼو په خپرولو سره په اسرائیلو کښې د امریکا د سفیر «مایک هاکابې» څرګندونې چې بې پروا یې په ټول مینځني ختیځ باندې د اسرائیلو رژیم سلطه د منلو وړ وبلله په کلکه وغندلې.
-
د اسرائیلو رژیم په لبنان کښې د فلسطین د حماس غورځنګ دوه غړي شهیدان کړل
Feb 21, 2026 00:58ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ د یوې رسمي خبر پاڼې په خپرولو سره د فلسطین د ملت د دوو بچیانو او د مبارزانو چې د لبنان په جنوب باندې د صهیونیسټ رژیم له جنایتکاره حملو وروسته شهیدان شول مبارکۍ او تسلیت ووایه.
-
اسرائیلو په شپږو ورځو کښې زر ځله د فلسطینیانو پرضد تیري کړي دي
Feb 21, 2026 00:31ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د شمیرنو مرکز «معطی» په یوه راپور کښې وویل د روان میلادي کال د فرورۍ د میاشتې له دیارلسمي ترې نولسمې نیټې پورې په لویدیځه غاړه کښې د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو او د اسرائیلي ځواکونو لخوا په ټول کښې یو زر او درې نوي(۱۰۹۳) ځله تیري او بریدونه ثبت شوي دي.
-
نړیواله چوپتیا د اسرائیلو لخوا د جنایتونو د ترسره کولو سبب ګرځي
Feb 21, 2026 00:07ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین «جهاد اسلامي» غورځنګ د لبنان په جنوب کښې په «عین الحلوه» کیمپ کښې د قدس د نیواکګر رژیم ترهګرې حملې او هوايي تیري ته په غبرګون کښې دغه جنایت وغاند او ټینګار یې وکړ نړیواله چوپتیا د تل اویو لخوا د جنایتونو د ترسره کیدا سبب کیږي.
-
د فلسطین ۸۸۰ کورنۍ د صهیونیسټانو د بریدونو په وجه کډوالې شوي دي
Feb 20, 2026 23:30ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ملګروملتونو سرمنشي «اسټفان ډوجاریک» وویل د صهیونیسټ ښارګي میشته خلکو د منظمو بریدونو او د سختو اعمال شویو محدودیتونو په وجه د لویدیځې غاړې په بیلابیلو سیمو کښې د فلسطین کابو اته سوه اتیا کورنۍ خپلو کورونو پریښودو ته مجبوره شوي او هغوې کډوالې شوي دي.
-
میدان د کورني مخالفتونو تر سیوري لاندې د اسلام اباد د ډيپلوماسۍ ازمیښت
Feb 18, 2026 11:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرامپ په مشرۍ د سولې د پلاوي په لومړۍ غونډه کښې د ګډون لپاره واشنګټن ته د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف د سفر په درشل کښې د پاکستان ډان ورځپاڼې
-
د اسرائیلو پولیسو د الاقصی جومات امام ونیوه
Feb 18, 2026 06:49زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو پولیسو په نیواکي بیت المقدس کښې د الاقصی جومات په انګڼ کښې د دغه جومات امام «شیخ محمد العباسي» ونیوه.
-
د لبنان پوځ د اسرائیلو د یوې بې پایلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ
Feb 16, 2026 02:22ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د لبنان پوځ د هیواد په جنوب کښې د «حولا- مرجعیون» ښارګي په خوا کښې په چاودیدونکو موادو سمبال د اسرائیلو رژيم د پوځ د یوې بې پایلوټه الوتکې د نسکورولو خبر ورکړ.