اسلامي او عربو هیوادونو د امریکا د سفیر څرګندونې وغندلې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i170994-اسلامي_او_عربو_هیوادونو_د_امریکا_د_سفیر_څرګندونې_وغندلې
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی اسلامي او عربو هیوادونو له عربو اتحادیې، د فارس خلیج د ملګرتیا له شورا او د اسلامي ملګرتیا موسسې سره یوځاې د خبر پاڼو په خپرولو سره په اسرائیلو کښې د امریکا د سفیر «مایک هاکابې» څرګندونې چې بې پروا یې په ټول مینځني ختیځ باندې د اسرائیلو رژیم سلطه د منلو وړ وبلله په کلکه وغندلې.
(last modified 2026-02-22T01:00:51+00:00 )
Feb 22, 2026 05:27 Asia/Kabul
  • اسلامي او عربو هیوادونو د امریکا د سفیر څرګندونې وغندلې

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی اسلامي او عربو هیوادونو له عربو اتحادیې، د فارس خلیج د ملګرتیا له شورا او د اسلامي ملګرتیا موسسې سره یوځاې د خبر پاڼو په خپرولو سره په اسرائیلو کښې د امریکا د سفیر «مایک هاکابې» څرګندونې چې بې پروا یې په ټول مینځني ختیځ باندې د اسرائیلو رژیم سلطه د منلو وړ وبلله په کلکه وغندلې.

د متحده عربي اماراتو، د مصر ، د اردن ، د انډونیزیا ، د پاکستان ، د ترکیې ، د عربستان ، د بحرین، د قطر، د سوریې ، د کویت ، د لبنان ، د عمان ، د عراق خارجه وزارتونو او د فلسطین کورواکه تشکیلاتو په جلا جلا بیانیو کښې په نیواکي فلسطین کښې د امریکا د سفیر مایک هاکابې څرګندونې چې پکښې یې په مینځني ختیځ او نیواکي لویدیځې غاړې باندې د اسرائیلو رژیم د سلطې منلو ته اشاره کړې وه په کلکه وغندلې.

دغه راز د فارس خلیج د عربو هیوادونو د ملګرتیا شورا  او د اسلامي ملګرتیا موسسې هم په جلاجلا خبر پاڼو کښې په  نیواکي فلسطین کښې د امریکا د سفیر مایک هاکابې څرګندونې وغندلې.

دغو هیوادونو او ارګانونو د دغو خطرناکو او د لسمونکو څرګندونو په پریکنده توګه ردولو سره چې د ملګروملتونو د منشور او  د نړیوالو حقوقو د اصولو ښکاره خلاف ورزۍ ده او د سیمې د امنیت او د ثبات لپاره په جدي ګواښ ټینګار وکړ.