د اسرائیلو پولیسو د الاقصی جومات امام ونیوه
https://parstoday.ir/ps/news/event-i170842-د_اسرائیلو_پولیسو_د_الاقصی_جومات_امام_ونیوه
زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو پولیسو په نیواکي بیت المقدس کښې د الاقصی جومات په انګڼ کښې د دغه جومات امام «شیخ محمد العباسي» ونیوه.
(last modified 2026-02-18T05:53:09+00:00 )
Feb 18, 2026 10:19 Asia/Kabul
  • د اسرائیلو پولیسو د الاقصی جومات امام ونیوه

زمونږ خبریال راپور راکړی د اسرائیلو پولیسو په نیواکي بیت المقدس کښې د الاقصی جومات په انګڼ کښې د دغه جومات امام «شیخ محمد العباسي» ونیوه.

د فلسطین وفا خبري اژانس د ځايي سرچینو په قول وویل د اسرائیلو پولیسو پرون مازیګر له کوم دلیل پرته د الاقصی جومات په انګڼ کښې د دغه جومات امام شیخ العباسي ونیوه.

دغه خبري اژانس زیاته کړه د الاقصی جومات د امام نیول د دغه جومات پرضد د اسرائیلو رژیم د زیاتیدونکو اقداماتو په درشل کښې ترسره شوي دي.

د اسرائیلو رژیم د الاقصی جومات په خطیبانو، مبلغانو او عبادت کونکو باندې محدودیتونه لګولي دي.

د فلسطین حماس غورځنګ د الاقصی جومات د امام العباسي نیول غندلي او زیاته کړې یې ده چې دغه خطیب الاقصی جومات ته له ورننوتلو منع کړی شوی دی.

حماس غورځنګ زیاته کړه چې د اسرائیلو دغه اقدامات د الاقصی جومات په چارو کښې ستره او هغه د جومات په امامانو باندې د منلو وړ تیری بلل کیږي.