-
ترکیه هماغه راز د سوریې له نیواکه د امتیاز د ترلاسه کولو هڅه کوي :-
Oct 01, 2023 12:34ترکیې یوځل بیا له سوریې سره د اړیکو د عادي کولو په هدف سره له ایران او روسیې سره د خبرو اترو د له سره پیلولو لپاره د انقرې د حکومت د چمتووالي خبر ورکړ.
-
د اسلواکیه په انتخاباتو کښې د روسیې ملاتړی کاندید بریالی شو
Oct 01, 2023 10:43ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسلواکیه هیواد پخوانی کیڼ پال لومړی وزیر «رابرټ فیکو»چې د اوکراین د جنګ د ختمولو لپاره د سولې د خبرو اترو او د جنګ په پلمه اوکراین ته د لویدیځو هیوادونو د پوځي تجهیزاتو او د وسلو د استولو د بندولو غوښتونکی دی د اسلواکیه د پارلمان په وارمخکې انتخاباتو کښې بریالی شو.
-
امریکا په افغانستان کښې شیطنتونو ته دوام ورکوي
Oct 01, 2023 07:35ایران پریس خبري اژانس راپور راکړی د افغانستان په چارو کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي وویل امریکا هماغه راز په افغانستان کښې خپلو شیطنتونو ته دوام ورکوي او د افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په شمول د سیمې د هیوادونو لپاره د اندیښنې د رامینځته کولو هڅه کوي.
-
د روسیې د کازان په کانفرنس کښې د افغانستان د بدلونونو په هکله د ایران دریځونه:-
Sep 30, 2023 10:02د ماسکو فورمیټ(Moscow format meeting on Afghanistan,) په چوکاټ کښې د افغانستان په بدلونونو د غور غونډه په تیرې جمعې ورځ د ایران په شمول د پینځلسو هیوادونو د استازیو په ګډون سره د روسیې د تاتارستان جمهوریت په پلازمینې کازان(Kazan,) سیمه کښې وشوه.
-
د پرَدیو جبهه ،د افغانستان له ملی سرچینو سره هیڅ سمون نه خوري
Sep 29, 2023 12:23وس لازیات امید شته څو د ګاونډيتوب سیاست د تاوانونو په لیرې کیدا او د ګټو د جلبولو په اساس په حقیقت پال نظر کې ونیول شي او له ګاونډیانو سره په مشورو سره د افغانستان سرپرستی حکومت له خوا دغه شان سیاست اجرائي پروګرام تعقیب شي.
-
افغانستان به دګاونډیانولپاره دګواښ په توګه استعمال نشي
Sep 29, 2023 10:05د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت خارجه وزیر ټينګار وکړ، دغه حکومت به هیچا ته اجازت ورنه کړي افغانستان د ګاونډیو هیوادونو په ضد د ګواښ لپاره په کوم مرکز بدل کړي.
-
ترکیه د سورئې په باب له ایران او روسیې سره بیرته خبرې پیلوي
Sep 29, 2023 08:57د ترکیې دفاع وزیر له سورئې سره د اړیکو دعادی کولو په موخې سره له ایران او روسیې سره دخبرواترو د بیرته پیلولول لپاره د خپل هیواد چمتووالی اعلان کړ
-
د افغانستان په هکله د ماسکو غونډه نن جوړیږي
Sep 29, 2023 00:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د روسیې «فازان» ښار نن د افغانستان د بدلونونو په هکله د ماسکو د فورمیټ د غونډې د ترسره کیدا کوربه دی.
-
د واګنر ځواکونه بیرته باخموت سیمې ته ستانه شوي
Sep 29, 2023 01:42ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اوکراین پوځ ادعا وکړه د واګنر ځواکونه د اوکراین د ختیځ او د باخموت سیمې جګړې ته بیا ورستانه شوي دي.
-
روس اټوم شرکت پرمختللي وسلې جوړوي
Sep 29, 2023 01:30اسپوتنیک خبري اژانس راپور ورکړی د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په یوه پیغام کښې د« روس اټوم» د اټومي شرکت لخوا د پرمختللیو وسلو د جوړولو خبر ورکړ.