په لویدیځي آسیا کې د جوبایډن لپاره د جمهوری غواړو لومه
د سورئې له پولې سره نزدې د اردن په شمال ختیځي سیمې کې د امریکا ئي عسکرو پر مرکز باندې په ډرون حملې پسې چې درې امریکائي پوځيان هلاک شوي او ۳۴ نور پوځيان ئې ټپیان شوي دي.، دا موضوع په ایران د حملې لپاره د امریکا داوسني بې خوده ولسمشر جوزف بایډن د لمسولو لپاره د جمهوری غواړو د هڅې اوپر هغه د نیوکو لپاره په یوه لاسوند بدله شوې ده .
د اکتوبر په اومه نیټه په طوفان الاقصی ناڅاپي عملیاتو پسې د غزې د جنګ دپیلیدا له وخت راهسې دا په سیمې کې د امریکائي پوځيانو د ووژل کیدا لومړنی مورد دی.سی این این خبری چینل راپور ورکړی،مشخصه نه ده چې د هوا فضا دفاعي سسټم ولې دډورن مخه ونه نیول شوه،البته دا پيښه د سیمې تاؤتریخجن وضهیَت لاپسې خرابولی شي.
د امریکا ولسمشر جوزف بایډن په هغې اعلامیې کې چې د یکشنبې په ورخې ئې خپره کړې، مدعي شوی دی، دغه ډيره دردؤنکي او غم راپارونکي ډرون حمله چې بیګا او د سورئې له پولې سره نزدې داردن په شمال ختیځ کې د امریکائي پوځيانو په مرکز شوې ،دهغو ډلو له خوا شوې چې ایران ئې ملاتړ کوي.هغه همداراز ادعا کړې د دغې حملې مسئولانو ته به په مناسب او په یوې رودې سره ځواب ورکړو.::د امریکا جنګ وزارت هم دغه حمله ، د سیمې په چارو کې زیاتیدونکي یوه خطرناکه نمونه بللې ده. دا په داسې حال کې دي چې امریکائي چارواکي په کراتو مدعي شوي دي ،د غزې د جنګ د پراختیا او په یوه لوي سیمه ایز جنګ ئې دبدلیدا غوښتونکي نه دي .د غزې دجنګ په پيلیدا سره د سیمې د مقاومت غورځنګونه په تیره بیا په عراق کې د مقاومتي چورلیزبرخې په سیمې کې د امریکا پوځي مرکزونه په شیشت کې راوستي دي . د پنټاګان په وینا ، دغو حملو له دوروستۍ حملې تر مخکې پورې کومې وژلې نه دي درلودلي ،البته د کابو اویاؤ امریکائي پوځیانو د ټپي کیدا سبب شوي دي. په عین حال کې په عراق کې د مقاومتي چورلیز پر ډلو د امریکا هوائي حملې د امریکا دڅو لسیزو پوځي شتون دختمیدا لپاره په دغه هیواد کې د سیاسی دباؤنو سبب شوي دي.
اوس البته د درو امریکائي پوځیانو په هلاکت پسې جمهوری غواړي په دې پلمې سره چې تهران ددغو حملو ترشاولاړ دی ، د ایران په وړاندې دغچ اخستونکي غبرګون غوښته کړې ده . په دې لړ کې یو شمیر جمهوری غواړو سناتورانو په ښکاره په ایران باندې په حملې سره دغچ اخستونکي ا قدام غوښتنه کړې ده. جمهوری غواړي سناتور ګراهم لیکلی دي ،د ایران په وړاندې د جوبایډن سیاست ناکام شوی او لامل شویپه سیمې کې د مونږ د پوځیانو په ضد څه دپاسه سل حملې وشي. زه د بایډن له حکومته غواړم د مونږ د عسکرو د وژل کیدا غچ او د مخه نیونې د تامینیدا به خاطر دې د ایران په داخل کې په ځینو ټارګټونو حملې وکړي. سناتور جان کورنیّن د درو امریکائی عسکرو د وژل کیدا په غبرګون کې لیکلی دي،تهران باندې دې حمله وشي. همداراز یوه بل جمهوری غواړي سناتور تام کاټن په یوې بشپړ غیر منطقي او له کوم سندپرته ادعا کې وئيلي دي ، چې ددغو حملو یوازینی ځواب ،باید په ایرانیو ځواکوونو،هم د ایران په داخل کې او هم په درستې منیځني ختیځ سیمې کې ویجاړونکی پوځی غبرګون وي .د امریکا د ولسمشرۍ په راتلونکو انتخاباتو کې د جمهوری غواړو دمقدماتي انتخاباتو کاندیدې هیکي هیلې هم په ایکس پاڼې کې لیکلي دي، دغه حمله ښئ چې که جوبایډن له ایران سره پخپل چلند کې دومره کمزوری عمل نه کولئ، نو دوی د مونږ پر پوځیانو حملې نه کولې . مونږ باید د امریکا په ټول قدرت سره غچ واخلو . دا د لازیات جنګ دمخنیوي لباره یوازینۍ لاره ده .که دا کار ونه کړو ،نو دغه حملې به هماغه راز دوام ومومي .
سره له دې چې جوزف بایډن او د امریکالوړپوړي سیاسی او پوځي چاواکو په کرتو په ایران دا تورونه لګولي دي چې په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکائي عسکرو پر مرکزونو دحملو تر شا ایران دی ،په عین حال کې ئې دا موضوع هم تکرار کړې ده چې له ایران سره په جنګ پسې او په سیمې کې د نښتو پراختیا نه غواړي. په دې زمینې کې په ترټولو وروستي دریځ کې،د متحده ایالاتو دپوځ لوي درستیز جنرال چارلز براؤن وئيلی دي،امریکاله ایران سره په جنګ پسې نه دی او که نښتې لاپراخې شي، نو ځواب به ورکړي. دامریکا دغه لوړپوړي پوځي چارواکي په دې باب نیوکو ته په ځواب کې چې د جوزف بایډن حکومت په کافی اندازه د ایران په وړاندې او دهغه په وړانډې چې ددغه هیواد نیابتي ډلې ئې نومولي دي ،جدي او سخت ګیر نه دی ،ووئيل، د مونږ هدف مخه نیونه او په عین حال کې یوه بشپړ جنګ او پراختې نښتې ته واریدیدانه، بلکې د امریکائي عسکرو ساتل دي.
البته باید دې ټکی په خاطر کې ولرل شي چې ایران په کرتو اعلان کړی دی چې که څه هم له امریکا سره جنګ نه غواړي، خو په ایران د متحده ایالاتو د هرډول پوځي یرغل په وړاندې د کوټلي او غاښ ماتونکي غبرګون لپاره له کافی او اغیزشیندونکي توانه برخمن دی . دیو او څو اړخیزو بندیزونو سره سره ،ایران د یوه سیمه ایز قدرت په توګه پیژندل کیږي، او د هرډول سیمه ایز او له سیمې د ورآخوا ګواښ په مقابل کې له ځانه ددفاع توانمني لری. تهران همداراز په دې موضوع ټینګار کوي چې په لویدیځي آسیا سیمې کې د امریکا څولسیزې پوځي شتون په دغې سیمې کې د ترهه ګرۍ د پراختیا، د ناکراریو د زیایتدا او دجنګو د پيښیدا یو مهم عامل دی. اوس هم واشنګټن له صهیونیسټي رژیم څخه په هراړخیز پوځي او وسلوال ملاتړ سره په غزې کې د جنګ دد وام لپاره یو اصلي لمسؤنکی دی . دا چاره په سیمې کې د ا مریکا په پوځي اډو د مقاومتي ډلو ټپلو د حملو یو مهم دلیل حسابیږي.