-
دوه مياشتنۍ ډزبندي، د سعودي راژوندي کول يا په يمن کښې د جنګ د ختمېدو سريزه؟
Apr 02, 2022 15:58د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو خاص استازي هانس ګرونډبرګ وويل چې په يمن کښې ښکېلو لورو د دوه مياشتۍ ډزبندۍ لپاره چې له نن يعنې د اپرېل له دويمې نېټې شروع کيږي د ملګرو ملتو وړانديز ته مثبت ځواب ورکړے دے.د ايران د خارجه وزارت وياند سعيد خطيب زاده هم د يوې بيانيې په جاري کولو سره د دغې ډزبندۍ لپاره د ملګرو ملتو د نوښت هرکلے کړے دے.
-
يمن په بشپړه توګه د تيري او محاصرې د ختمولو غوښتونکے دے
Apr 01, 2022 07:32د يمن د خبري آژانس "سبأ " قائمقام د سعودي تيريګر ائتلاف لخوا په بشپړه توګه په يمن د تيري او د دغه هېواد د محاصرې د ختمولو غوښتنه وکړه.
-
د يمن د محاصرې له ختمېدو نه بغېر به هيڅ صلح امکان ونه لري
Mar 31, 2022 07:27د يمن سياسي عالي شورا بېګا د يوې بيانيې په خپرولو سره تاکيد وکړ، د دغه هېواد د محاصرې له ختمولو نه بغېر به هيڅ صلح امکان ونه لري. د سعودي په مشرۍ تيريګر ائتلاف وړمه ورځ اعلان وکړ چې په يمن کښې خپل فوځي عمليات اودروي.
-
افغان عالمانو د سعودي جنايتونه وغندل
Mar 17, 2022 08:35د افغانستان عالمانو د سعودي رژيم لخوا د ځوانانو او ماشومانو په قتل عام سخته نيوکه وکړه.
-
د قانون پوهانو ټولنې د بي گناه ځوانانو په اعدامولو کښې د سعودي لخوا د بشري حقوقو خلاف ورزي وغندله
Mar 17, 2022 05:02د اسلامي انقلاب د قانون پوهانو ټولنې د بشري حقوقو د څرګندې خلاف ورزۍ په وجه د سعودي په غندنه کښې بيانيه جاري کړه.
-
د يمن د جنګ ختمولو لپاره نوي مېنځګړيان
Mar 16, 2022 15:24يو يمني وېبپاڼې په يمن کښې د صلحې د موافقې د ترلاسه کېدو لپاره د عمان او کويت لخوا د نوي مېنځګړيتوب خبر ورکړ.
-
په سعودي کښې د شيعه ځوانانو په اعدام د مشهدد حوزويانو احتجاجي غونډه
Mar 16, 2022 14:33د مشهد د علميه حوزې طلباؤ او استادانو د دغه ښار په نواب نومې حوزه کښې په غونډېدو سره په سعودي کښې د شيعه ځوانانو اعدام سخت وغندۀ.
-
د شيعه ځوانانو اعدام د آل سعود په وحشيانه اقداماتو کښې يوه بله شرمناکه پاڼه
Mar 16, 2022 11:30د ايران د کلتوري انقلاب عالي شورا او د ټول هېواد د استادانو د همفکرۍ ټولنې سېکترانو د يوې بيانيې په خپرولو سره تاکيد وکړ د شيعه ځوانانو په اعدامولو کښې د عالم سعود غېرانساني اقدام د سعودي رژيم په وحشيانه اقداماتو کښې د يوې بلې شرمناکې پاڼې اضافه ده.
-
د نړۍ هیوادونه د عربستان د اعدام شویو کسانو په هکله هیڅ غږ نه کوي
Mar 15, 2022 12:38زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف وویل په سعودي عربستان کښې د یوشمیر بې ګناه او مظلومو کسانو اعدامول د نړیوالو حقوقو په رودو کښې د انسان له ترټولو لومړیو حقوقو سره توپیر وباله .
-
امریکا د سعودي عربستان د اقدام له غندلو ډډه کړي ده
Mar 15, 2022 12:53زمونږ خبریال وايي د امریکا د باندنیو چارو د وزارت ویاند نیډپرایس په داسې حال کښې چې د ولسمشر جوبایډن ډیموکراټ حکومت ادعا کوي دبشري حقوقو مسلې ته لومړیتوب یې په اجنډا کښې شامل دی په یوه ورځ د یواتیا کسانو د اعدامولو لپاره دسعودي عربستان د اقدام غندلو ته تیار نشو .