افغان عالمانو د سعودي جنايتونه وغندل
(last modified Thu, 17 Mar 2022 04:05:28 GMT )
Mar 17, 2022 08:35 Asia/Kabul
  • افغان عالمانو د سعودي جنايتونه وغندل

د افغانستان عالمانو د سعودي رژيم لخوا د ځوانانو او ماشومانو په قتل عام سخته نيوکه وکړه.

د افغان آوا د رپوټ له مخې د افغانستان د عالمانو او نفوذ لرونکو شخصيتونو شين فاونډېشن کلتوري او تبليغي کمېټۍ پرون له تقبيحه تر محکوميته عنوان سره يوه غونډه کښې د سعودي حکومت د مخالفو شيعه او سني ځوانانو اعدامول د ټولو انساني حقوقو د اصولو، انساني کرامت او اسلامي شريعت په خلاف اقدام وبلۀ.

د دغه فاونډېشن مشر سيد عبدالناصر يعقوبي وويل، په هيڅ دين او مذهب کښې نابالغه ماشومان نه قصاص کيږي او نه پکښې له ماشومه انتقام او ورباندې زړۀ يخول روا دي او داسې حرکت د بشري حقوقو په اصولو او بېدارو ضميرونو کښې هيڅ ځائېګے نه لري.

يعقوبي په دوام کښې له نړيوالې ټولنې او له نړيوالو محکمو وغوښتل چې په سعودي کښې د وروستيو اعدامونو او سر غوڅولو ذمه وار کسان دې محاکمه کړي.