په يمن کښې د ډزبندۍ له ټينګښت څخه د ايران هرکلے
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114334-په_يمن_کښې_د_ډزبندۍ_له_ټينګښت_څخه_د_ايران_هرکلے
د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: د ايران اسلامي جمهوريت په يمن کښې له ډزبندۍ څخه هرکلےکوي او له مياشتو مياشتو ارهسې دغې ډزبندۍ ته په طمه ؤ.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 04, 2022 15:23 Asia/Kabul
  • په يمن کښې د ډزبندۍ له ټينګښت څخه د ايران هرکلے

د ايران د خارجه وزارت وياند وويل: د ايران اسلامي جمهوريت په يمن کښې له ډزبندۍ څخه هرکلےکوي او له مياشتو مياشتو ارهسې دغې ډزبندۍ ته په طمه ؤ.

سعيد خطيب زاده پرون وويل، مهمه خبره دا ده چې ايران مياشتې مياشتې مخکې سعودي هڅوۀ چې په يمن کښې له خپلو اقداماتو لاس واخلي، نو اوس په يمن کښې ډزبندي پکار دے يو يمن کښې دننه د يمنيانو له خبرو اترو او د هغوي لپاره  بشردوستانه مرستو ته له لاسرسائۍ سره مله وي.

د يمن د ملي نجات حکومت او د سعودي تيريګر ائتلاف د ملګرو ملتو په وړانديز د اپرېل له دويمې نېټې څخه د دوه مياشتنۍ ډزبندۍ له ټينګېدو سره موافقت کړے دے.

سعودي د ۲۰۱۵ کال د مارچ په ۲۶ نېټه د اماراتو په شمول د څو عربو هېوادونو د ائتلاف په قالب کښې او د امريکې په اشارې سره د يمن په خلاف پراخه حملې شروع کړې چې د دغه هېواد د مستعفي او فراري ولسمشر عبدربه منصور هادي اقتدار ته د ستنولو په بهانه خپلو سياسي اهدافو او زياته غوښتنو ته عملي جامه واچوي.

د يمن د بحران په وړاندې د ايران د اسلامي جمهوريت پاليسي تل په دغه هېواد کښې د جنګ ختمېدو لپادره له سياسي حل لارې څخه له ملاتړ سره مله وه او ده اواوس هم همغه ډول چې د ايران د خارجه وزارت وياند ويلي دي د ډزبندۍ ټېنګېدل پکار دے د يمن د بحران د هواري په خاطر د سياسي نوښت د شروع کولو لپاره زمينه وګرځېدې شي.

د ايران اسلامي جمهوريت 2015 کال د مارچ به ۲۶ نېټه په يمن باندې د سعودي په مشرۍ ائتلاف د فوځي حملې له شروع کېدو نه پس د دغه تيري په اړه ردعمل وښودۀ او د سياسي حل لارې او د يمنيانو په خپلو مېنځ کښې د خبرو اترو په ضرورت يې تاکيد وکړ.

ايران وړومبې د يمن د بحران د هواري لپاره د څلور ماده طرحې تجويز وړاندې کړ. د 2015 کال د اپرېل په اولسمه ڼېټه په ملګرو ملتو کښې د ايران د هغه وخت سفير او استازي غلامعلي خوشرو د دغې نړيوالې ادارې له قائمقام مشر يان الياسون سره د کتنې او د يمن په اړه د خبرو اترو ترڅنګه په  دې لړ کښې د ايران د خارجه وزير يو خط هغه ته حواله کړ. د ايران اسلامي جمهوريت په دغه خط کښې تاکيد وکړ چې د يمن لانجه فوځي حل لاره نه لري او د صلحې او ثبات د ټينګښت يوازېنۍ لار د داسې حالاتو رامنځته کول دي  چې له بهرني مداخلت نه بغېرټول يمن ګوندونه وکړې شي خپل د ملي وحدت او پراخ بنسټه حکومت تشکيل کړي. په دغه خط کښې همدارنګ د ډزبندۍ د ټينګښت او په يمن باندې د ټولو بهرنيو حملو په فوري توګه د اودرولو په ضرورت تاکيد اوشو.

د ايران اسلامي  جمهوريت په دې وروستیو مياشتو کښې هم د يمن تر محاصرې لاندې د خلقو د دردو او رنځ د کمولو په هدف سره سره په يمن کښې د ډزبندۍ د ټينګښت لپاره خپلې سفارتي هلې ځلې زياتې کړې او په همدې لړ کښې د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان د روان ميلادي کال د جنورۍ په لسمه نېټه قطر ته په سفر کښې د يمن د ملي نجات د حکومت لوړرتبه مذاکره کؤنکي محمد عبدالسلام سره کتنه وکړه او د دغه هېواد په خلاف د جنګ او محاصرې د ختمولو په ضرورت تاکيد وکړ. د ايران خارجه وزير د اپرېل په دريمه نېټه هم د ملګرو ملتو له مشر آنتونيو ګوټرش سره د يمن د بحران په اړه خبرې اترې وکړې. په خاصو سياسي چارو کښېد ايران د خارجه وزير لوړرتبه صلاحکار  علي اصغر خاجي هم په دې وروستيو مياشتو کښې له ځينو اروپائي چارواکو او د يمن په چارو کښې د ملګرو ملتو د مشر له خاص استازي هانس ګرانډبرګ سره صلاح مشورې کړې دي.

جوته ده چې هغه جنګ چې سعودي د يمن په خلاف شروع کړ، د دغه هېواد لپاره يې درانۀ فوځي او اقتصادي لګښتونه ولرل او د جنګ مېداني حالات هم ورو ورو د يمن د مقاومت په ګټه بدل شول. د يمن فوځي او ولسي ځواکونو مقاومت ته دوام ورکړ او د بېلېسټک توغنديو او ډرون الوتکو په شمول د پرمختلليو وسلو د جوړولو لپاره توانميو لاسرسائي پېدا کړه او ورو ورو د سعودي د فوځ ترمېنځ د ماتې نښې نښانې څرګندې شوې. د آرامکو تيلي تاسيساتو په شمول د سعودي په خاوره کښې د يمني ځواکونو وروستۍ ډرون او توغنده اي حملې د يمني ځواکونو د فوځي او يرغليزې توانمنۍ د زياتوالي يوه نمونه وه چې سعودي ته د ميليارډونو ډالرو تاوانونه اورسول. په داسې  حالاتو کښې چې د يمنيانو حملېد سعودي د خاورې دننه ته اورسېدې سعودي چارواکي د ډزبندۍ غوښتونکي شول.

د راې اليوم ورځپاڼې سردبير عبدالباري عطوان د يمن جنګ د يوې سترې سټراټيجکې غلطۍ په توګه ياد کړے دے چې سعودي واکمنان يې په دام کښې ګېر شوي دي او د يمن ولس د خپلو اولادونو او ماشومانو په وينو سره يې درون قيمت ادا کړ.

-----------------