-
د تهران-ریاض موافقه په سیمې کې د سولې لپاره ډیره مهمه ده
Apr 12, 2023 01:53ایران او عربستان له څو پړاویزو خبرواترو وروسته د چین په مینځکړیتوب سره موافقه کړې چې خپلې ډيپلوماټيکې اړیکې له اوو کلونو وروسته بیرته پيل کړي. همداراز د عربستان او ایران دخارجه و زیرانو هم په همداوروستیو کې په بیجینګ کې سره ولیدل او ددواړو هیوادونو داړیکو دراتلونکي په باب ئې سره مشورې وکړې.
-
د افغانستان په باب د سمر قند غونډه له افغان استازي پرته ترسره کیږي
Apr 12, 2023 01:24په دغې ناستې کې به د اسلامی ایران،چین،روسیې، پاکستان،ترکمنستان،تاجیکستان او ازبکستان هیوادونو استازي په دغې ناستې کې ګډون وکړي.
-
د سیمې مسائیل په خبرو سره حل کیږي
Apr 11, 2023 09:49ایرنا خبري اژانس د چین د بهرنیو چارو د وزارت د خبري سایټ په قول راپور ورکړ د چین لوړرتبه ډیپلوماټ «شینګ هایمینګ» وویل د ایران او د عربستان موافقې وښودله د مسائیلو د حل کولو لپاره یوازنۍ سمه لاره سیمه ئیزې خبرې اترې او مشورې دي.
-
یمن د هر ډول انتخاب لپاره چمتو دی
Apr 11, 2023 08:22المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي وویل مونږ د ټولو انتخابونو لپاره چمتو یوو او که چیرې د سعودي عربستان ائتلاف سوله غواړي نو مونږ سوله غواړو او که چیرې عربستان جنګ غواړي نو مونږ اته (۸) کاله جنګ کړی دی.
-
عمان کښې د عربستان سفیر د ایران له سفیر سره وکتل
Apr 11, 2023 04:17په عمان کښې د سعودي عربستان سفیر په مسقط کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ته په ورتګ سره، د ایران له سفیر سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزو مسائلو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.
-
د ایران یو پلاوی سعودي عربستان ته ورځي
Apr 10, 2023 01:10ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د ایران د باندنیو چارو د وزارت د فارس خلیج د چارو مسوول علیرضا عنایتي د روانۍ اونۍ په پاې کښې سعودي عربستان ته د ایران د یوه پلاوي د سفر خبر ورکړ.
-
ایراني قاري د نړۍ تر ټولو ستره د حسن قرائت سیالي وګټله
Apr 09, 2023 12:29په سعودي عربستان کې د نړۍ تر ټولو ستره د حسن قرائت سیالي ایراني قاري یونس شاه مرادي وګټله او په دې بریا سره یې درې میلیونه سعودي ریال جایزه هم تر لاسه کړه.
-
سعودي پلاوی ایران ته راغی
Apr 09, 2023 04:13د عربستان رسمي خبري آژانس په تهران کښې د سعودي عربستان د سفارت او په مشهد کښې یې د کنسولګرۍ د خلاصولو د لاروچارو د څیړنې لپاره ایران ته د یو سعودي پلاوي د راتګ خبر ورکړی دی
-
د ایران او عربستان اړیکې د سیمې د ثبات لپاره ډیرې مهمې دي
Apr 09, 2023 04:04د جمعیتِ علمای اسلام ګوند مشر د ایران د اسلامي جمهوریت او سعودي عربستان د رسمي اړیکو پیلیدل په سیمه کښې د صلحې او ثبات د پياوړتیا او په تیره بیا د اسلامي نړۍ د خوشالۍ لپاره ډیر مهم وبلل.
-
یو سعودي اویا کاله په پرلپسې ډول د جومات مؤذن په توګه دنده ترسره کړې
Apr 08, 2023 13:55د سعودي عربستان نوي کلن استوګن علي بن محمد الغامدي اویا کاله په پرلپسې ډول بېلا بېلو جوماتونو ته تللی او هلته یې د لمانځه ادا کولو لپاره د ادان کوونکي په توګه دنده ترسره کړې.