یمن د هر ډول انتخاب لپاره چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i131050
المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي وویل مونږ د ټولو انتخابونو لپاره چمتو یوو او که چیرې د سعودي عربستان ائتلاف سوله غواړي نو مونږ سوله غواړو او که چیرې عربستان جنګ غواړي نو مونږ اته (۸) کاله جنګ کړی دی.
(last modified 2023-04-11T12:52:23+00:00 )
Apr 11, 2023 11:52 Asia/Kabul
  • یمن د هر ډول انتخاب لپاره چمتو دی

المیادین ټیلي ويژن راپور ورکړ د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي محمد علي الحوثي وویل مونږ د ټولو انتخابونو لپاره چمتو یوو او که چیرې د سعودي عربستان ائتلاف سوله غواړي نو مونږ سوله غواړو او که چیرې عربستان جنګ غواړي نو مونږ اته (۸) کاله جنګ کړی دی.

د سعودي عربستان او د عمان هیوادونو پلاوي دوه ورځې مخکې د یمن د حکومت د لوړې شورا له مشر محمد علي الحوثي  سره د خبرو لپاره صنعا ته رسیدلي دي.

د سعودي  عربستان او د عمان پلاوي به له محمد علي الحوثي سره د یمن د تیلو او د ګازو له عایدونو څخه د حکومتي کارکونکو د معاشونو او تنخواګانو د ورکولو په شمول د یمن د خلکو د حقوقو د احقاق، د تیریو د بندولو او د کلابندۍ د ختمولو په هکله خبرې وکړي.

د یمن د لوړې سیاسي شورا مشر محمد علي الحوثي ټینګار وکړ له عربستان سره خبرې اترې د داسې هیواد په توګه چې له امریکا وروسته د عربو د ائتلاف مشرۍ کوي پر دې اساس دي او د هغو نتیجې به  په رسمي ډول د یمن د ملت لپاره اعلان شي.

الحوثي د سعودي عربستان د ائتلاف په کړچار باندې نیوکې سره وویل د خبرو په هر پړاو کښې دښمن اوازې خپروي او د خبرواترو اطلاعات ایشوا کوي.