عمان کښې د عربستان سفیر د ایران له سفیر سره وکتل
په عمان کښې د سعودي عربستان سفیر په مسقط کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ته په ورتګ سره، د ایران له سفیر سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزو مسائلو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.
په عمان کښې د سعودي عربستان سفیر په مسقط کښې د ایران د اسلامي جمهوریت سفارت ته په ورتګ سره، د ایران له سفیر سره وکتل او د دوه اړخیزو اړیکو او د سیمه ایزو مسائلو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.
په عمان کښې د سعودي عربستان سفارت پرون په ټویټر کښې وویل چې په مسقط کښې د عربستان سفیر «عبدالله بن سعود العنزی» د ایراه له سفیر «علی نجفی» سره ملاقات وکړ او د دوه اړخیزو او سیمه ایزو مسائلو په هکله یې ورسره د نظر تبادله وکړه.
د ایران او عربستان سفیرانو له دې مخکښې هم د عراق او سوریې له سفیرانو سره یوځاې په هغې غونډې کښې چې د په مسقط کښې د عراق د سفارت په کوربه توب ترسره شوې وه، ملاقات او د دلچسپۍ وړ دوه اړخیزو مسائلو په هکله یې خبرې اترې کړې وې.