-
د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د قرآنکریم یوې نسخې سوځول وغندل
Jun 29, 2023 09:34د طالبانو بهرنیو چارو وزارت په سویډن کې د یوه لیبرال افراطي له خوا د قرآنکریم د یوې نسخې سوځول غندلي او له اسلامي هېوادونو او سازمانو یې غوښتي چې دا ډول کړنو په ځواب کې اړین ګامونه پورته کړي.
-
جده ښار کې د امریکا قونسلګرۍ مخې ته دوه کسان وژل شوي
Jun 29, 2023 09:07د سعودي عربستان جده ښار کې د امریکا قونسلګرۍ مخې ته د ډزو په پایله کې یو وسلهوال او د قونسلګرۍ یو ساتونکی وژل شوی دی.
-
سېلابونو د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه اړولي
Jun 29, 2023 07:41د افغانستان د کاپیسا سیمه ایز چارواکي وايي چې د دغه ولایت د مرکز اړوند په شوخي سیمه کې راغلی سېلاب خلکو ته درانه مالي زیانونه اړولي دي.
-
د ذي الحجې نهمه، د عرفې یا د راز او نیاز ورځ
Jun 28, 2023 09:01عرفه د کال یو له فضیلت لرونکو ورځو څخه ده، چې په ډېری روایتونو کې دا ورځ د ګناهونو د بخښنې او د دعاګانو د قبلېدو لپاره معرفي شوې ده.
-
نن په تهران کې د چنګاښ د اوومې نېټې د ترهګریزې چاودنې کلیزه ده
Jun 28, 2023 10:06نن چهارشنبه د ۱۴۰۲ هجري لمریز کال د چنګاښ اوومه چې د ۲۰۲۳ کال جون د میاشتې له ۲۸ نېټې سره برابره ده، په تهران کې د اسلامي جمهوریت د ګوند په دفتر کې د ترهګریزې چاودنې له کلیزې سره سمون لري.
-
د افغانستان اقتصادي ستونزې د بهرنيو هېوادونو د شل کلن حضور له امله دي
Jun 28, 2023 12:34د طالبانو د رئیس الوزرا اقتصادي چارو مرستیال په ارګ کې د لوی اختر د لمانځه د ادا کولو پر مهال ویلي چې په افغانستان کې اقتصادي ستونزې په هېواد کې د شلو کلونو د بهرنیو ځواکونو د شتون له امله دي او هېوادوالو ته یې ډاډ ورکړ چې د هېواد اقتصاد د ښه کېدو په حال کې دی او د اختر د ورځو په تېرېدو سره د سالنګ د لویې لارې اساسي چارې پیلېږي.
-
د منافقینو د مزدورې ډلې برخلیک باید د ایران د ملت د مخالفت لپاره یو درس وي
Jun 28, 2023 10:30د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز پر دې په ټینګار سره چې د منافقینو ترهګره ډله اوس د پخوا په پرتله ډېره ناهیلې شوې ده وویل: دغه برخلیک باید د هغو مخالفانو لپاره عبرت شي چې خپل ملت او هېواد ته یې شا اړولې او د ایران د ملت د دښمنانو ملاتړ ته خوشحاله دي.
-
اسرائیل باید ژر تر ژره د ښارګوټو جوړول بند کړي
Jun 28, 2023 09:44په ملګرو ملتو کې د اماراتو استازي له صهیونیسټي رژیمه غوښتي چې سمدستي د فلسطینیانو په خلاف حملې او ښارګوټې جوړول بندې کړي، تر څو سیمه نور د کړکېچ لور ته ولاړه نه شي.
-
د لوی اختر په مناسبت په افغانستان کې ۲۱۷۸ بندیان خوشې شول
Jun 28, 2023 08:36د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د لوی اختر په مناسبت د ۲۱۷۸ بندیانو د خلاصون او د یو شمېر نورو بندیانو د بند موده کمه اعلان کړې.
-
سرپرست حکومت د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي
Jun 28, 2023 08:27د افغانستان د بلخ ولایت رسنیز مرکز اعلان کړی چې د دغه ولایت والي پرون د بلخ د شیعه علماوو له شورا سره وکتل او ټینګار یې وکړ چې طالبان د اهل تشیع حقونو ته پوره پاملرنه کوي.