اسرائیل باید ژر تر ژره د ښارګوټو جوړول بند کړي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i135068-اسرائیل_باید_ژر_تر_ژره_د_ښارګوټو_جوړول_بند_کړي
په ملګرو ملتو کې د اماراتو استازي له صهیونیسټي رژیمه غوښتي چې سمدستي د فلسطینیانو په خلاف حملې او ښارګوټې جوړول بندې کړي، تر څو سیمه نور د کړکېچ لور ته ولاړه نه شي.
(last modified 2023-10-10T09:55:45+00:00 )
Jun 28, 2023 09:44 Asia/Kabul
  • اسرائیل باید ژر تر ژره د ښارګوټو جوړول بند کړي

په ملګرو ملتو کې د اماراتو استازي له صهیونیسټي رژیمه غوښتي چې سمدستي د فلسطینیانو په خلاف حملې او ښارګوټې جوړول بندې کړي، تر څو سیمه نور د کړکېچ لور ته ولاړه نه شي.

د سپوتنیک خبري آژانس د خبر له مخې، په ملګرو ملتو کې د اماراتو استازي د امنیت شورا په غونډه کې ټینګار کړی چې صهیونیسټي رژیم باید ژر تر ژره د ښارګوټو جوړولو ټول فعالیتونه پایته ورسوي او نړیوالو قوانینو ته غاړه کښېږدي.

په ملګرو ملتو کې د اماراتو استازی په لوېدیځه غاړه کې د تاوتریخوالي په زیاتېدا د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې په لوېدیځه غاړه کې حالات د انفجار مرحلې ته رسېدلي دي او له ملګرو ملتو یې وغوښتل چې په صهیونیسټانو د فشار راوړلو مسئولیت په غاړه واخلي ترڅو دا رژيم د ښارګوټو د جوړولو او د تشنج د کمولو په اړه خپلې پرېکړې پرېږدي.

دا په داسې حال کې ده چې، د نتانیاهو د کابینې عالي پلان او پراختیا شورا د دې اونۍ د دوشنبې په ورځ د یوې مسودې حکم سره په نیول شویو سیمو کې د 5۰۰ زره او ۶۲۳ نوي استوګنې واحدونو جوړول تصویب کړل.