د هرات پیر  (د خواجه عبدالله انصاري ژوند او زمانه/۴ )
https://parstoday.ir/ps/news/event-i178818-د_هرات_پیر_(د_خواجه_عبدالله_انصاري_ژوند_او_زمانه_۴_)
خوږو لوستونکو! په دې برخه کې د هرات پیر د لړۍ څخه د خواجه عبدالله انصاري د ژوند تر ټولو له کړکېچه ډکو دورو څخه یوه دوره څېړو؛ هغه کلونه چې له مخالفتونو، تورونو، زندان او تبعید څخه ډکه وه.
(last modified 2026-09-26T06:11:02+00:00 )
Sep 26, 2026 10:36 Asia/Kabul
  • د هرات پیر  (د خواجه عبدالله انصاري ژوند او زمانه/۴ )

خوږو لوستونکو! په دې برخه کې د هرات پیر د لړۍ څخه د خواجه عبدالله انصاري د ژوند تر ټولو له کړکېچه ډکو دورو څخه یوه دوره څېړو؛ هغه کلونه چې له مخالفتونو، تورونو، زندان او تبعید څخه ډکه وه.

دا د فشارونو پر وړاندې د هرات پیر د استقامت روایت دی؛ هغه فشارونه چې ونه توانېدل، نوموړی له خپلې علمي، عرفاني او عقیدتي لارې څخه راوګرځوي.

حتماٌ درته یاد دي، چې په تېرو دریو برخو کې مو په ګډه د خواجه عبدالله انصاري د ودې، زده‌کړې او علمي او عرفاني بلوغ پړاوونه واورېدل او وپوهیدئ، چې هغه څنګه په هرات کې له خپل سخت ماشومتوب څخه تېر شو، بېلابېلو ښارونو ته یې سفرونه وکړل او په پای کې د یوه پیاوړي مفسر او حدیث‌پوه په توګه خپل ټاټوبي ته راستون شو، خو هرات ته د هغه راستنېدل د یوه ارام پړاو پیل نه و.

د خواجه ټولنیز نفوذ او د خپلو عقایدو په بیانولو کې د هغه بې‌ساري صراحت ډېر ژر د خلکو پام ورواړاوه؛ داسې پام چې له یوې خوا یې هغه ته شهرت ورپه برخه کړ او له بلې خوا یې سخت مخالفتونه هم ورسره پیدا کړل.

نو په دې برخه کې د خواجه عبدالله انصاري د ژوند تر ټولو سخت کلونه څېړو؛ هغه کلونه چې له تورونو، د تدریس له بندیز، په بندونو او زنځیرونو تړل کېدل او پرله‌پسې تبعیدونو سره مل وو.

خواجه عبدالله انصاري، د خپلې زمانې د ډېرو خلکو برعکس چې د عرفاني احساساتو په توپان کې یې عقل او ظاهري آداب یوې خوا ته پرېښودل، بله لاره غوره کړه.

هغه «صحو» یا هماغه  د «هوښیارۍ» لاره وټاکله.

هغه غوښتل له خدای سره معنوي نږدې والی پیدا کړي، خو نه په مستۍ او ګډوډۍ، بلکې دغه نږدې والی له بشپړې پوهې او د دیني لارښوونو سره په دقیقې پابندۍ سره ومومي.

 د خواجه لپاره عرفان باید له شریعت څخه بېل نه وای؛ هغه ویل چې رښتینی عارف هغه څوک دی چې د معنوي عروج په لوړه کچه کې هم خپلې پښې د حقیقت پر ټینګه ځمکه ایښې وي.

هغه له هغو کسانو سره چې فکر یې کاوه د دین له سمې لارې څخه وتلي دي، په کلکه مخالفت کاوه. همدا صراحت او بې‌حده زړورتیا یې د مخالفت لومړني څرکونه را وپارول.

د ۴۲۹ هجري قمري کال چې ۱۰۳۸ میلادي کال سره یې سمون درلود، د هغه د حدیثو ستر استاد ابویعقوب له وفات سره، د حدیث د تدریس مسئولیت د خواجه پر غاړه ورغی.

هغه مهال خواجه په ۳۲ کلنۍ کې په هرات کې پر یوه مهم علمي مرجع بدل شوی و، خو په همدې کال کې هغه د لومړي ځل لپاره په هرات کې د غزنوي سلطان مسعود دربار ته راوبلل شو، څو د خپلو عقایدو په اړه ځوابونه ورکړي.

دا د واک له دستګاه سره د هغه لومړنۍ مخامخ کېدنه وه. هغه د پوښتنو ځوابونه ورکول، خو یو کال وروسته پر خواجه لا دروند تور ولګېد.

د هرات اشعري عالمانو هغه تورن کړ چې په خپلو زده‌کړو کې یې الله تعالی ته انساني صفتونه منسوب کړي او په یو ډول یې الله ج د جسم خاوند او د مخلوقاتو په څېر ګڼلی و.

دا تور په هغه وخت کې ډېر خطرناک و او کېدای شول د یوه عالم په بیه د هغه د ژوند تمامېدو سبب شي.

خواجه یو ځل بیا د سلطان دربار ته راوبلل شو.

هغه په خپل علمي ټینګ دریځ او د قرآن کریم د آیتونو او د پیغمبر اکرم د احادیثو په استناد له خپلو دریځونو دفاع وکړه.

سلطان مسعود چې د هغه له علم او پوهې څخه اغېزمن شوی و، تورونه یې رد کړل او امر یې وکړ چې له شیخ سره درناوی وشي.

خواجه له دې پېښې وروسته، د خپلو عقیدتي دریځونو د ټینګولو او د مخالفانو د شبهاتو د ځوابولو لپاره، په ۳۸ کلنۍ کې یو مهم کتاب د «الاربعین فی دلائل التوحید» په نوم ولیکه، څو وښيي چې د هغه توحید په بشپړه توګه پر کتاب او سنت ولاړ دی. خو دا د کیسې پای نه و؛ د مخالفتونو اور تازه بل شوی و.

د ۴۳۲ هجري قمري کال چې ۱۰۴۱ میلادي کال سره یې سمون درلود، را ورسید. مخالفان چې په هرات کې د خواجه له مخ پر زیاتېدونکي نفوذ څخه ناخوښ وو، دا ځل یې په همغږۍ اقدام وکړ.

د دیني عالمانو یوه ډله هغه مهال د هرات پر واکمنو د فشار له لارې د خواجه پر ضد د حکم په ترلاسه کولو بریالۍ شوه،  حکم داسې و: د تدریس بشپړ بندیز او له هرات څخه د خواجه تبعید.

خواجه عبدالله انصاري اړ شو چې خپل محبوب ښار پرېږدي.

هغه د هرات د پوشنج ښارګوټي ته نږدې یوه کوچني ښار، شکیوان، ته تبعید شو.

نږدې دوه کاله یې د شکیوان په پردیسۍ او یوازېتوب کې تېر کړل.

داسې دوره چې نه یې د وعظ لپاره منبر درلود او نه یې د تدریس لپاره کومه حلقه.

خو دغه دوه کلن تبعید ونه توانېد چې د هغه اراده ماته کړي.

د سیاسي شرایطو له بدلېدو او د خپلو پلویانو د هڅو په پایله کې خواجه هرات ته راستون شو. هغه سمدستي خانقاه یا د صوفيانو د عبادت او روحاني روزنې ځای او جومات ته ستون شو او د قرآن کریم د تفسیر د تدریس حلقې یې بیا جوړې کړې.

د هرات خلک یو ځل بیا د هغه شاوخوا راټول شول، خو مخالفان هم ارام نه پاتې کېدل.

یوازې دوه کاله وروسته، په ۴۳۷ هجري قمري کال کې د مخالفتونو بله څپه پیل شوه.

پخواني تورونه یو ځل بیا راژوندي شول.

دا ځل مخالفانو لا سخته شکایت‌پاڼه جوړه کړه.

فشارونه دومره زیات شول چې د هغه وخت حکومت پرېکړه وکړه چې له خواجه سره لا سخت چلند وکړي.

هغه یې ونیو، بند په بند یې په زنځیرونو وتاړه. له هرات څخه یې تبعید کړ.

خواجه عبدالله انصاري دا ځل د پوشنج زندان ته ولېږل شو. پنځه سختې میاشتې یې په بند او په زنځیرونو تړل شوي حالت کې تېرې کړې.

په یوه تیاره او لمده زندان کې بندي کېدل، د هغه عالم لپاره چې په ازاده فضا کې یې له تدریس او عبادت سره عادت درلود، یوه سخته ازموینه وه.

له زندانه تر خوشې کېدو وروسته، هغه دوه نور کلونه له هرات څخه په تبعید او لرېوالي کې تېر کړل، خو هر ځل چې فضا به لږه پرانیستل شوه، خواجه خپله لاره نه بدلوله.

د خواجه د ژوند راتلونکې لسیزه، یعنې له ۴۴۵ څخه تر ۴۵۵ هجري قمري کلونو یا د ۱۰۵۳ تر ۱۰۶۴ میلادي کالونو پورې یوه بېله لسیزه وه.

کله چې خواجه ۴۷ کلنۍ ته ورسېد، د هغه علمي شهرت د هرات له پولو اوښتی و او د سلجوقي او عباسي امپراتوریو په ټوله قلمرو کې خپور شوی و.

ستر شخصیتونه لکه «ابوالحسن باخرزي» او «ابوالقاسم البارع زوزني» د هغه د لیدلو او له علم څخه د ګټې اخیستو لپاره هرات ته سفر وکړ.

په ۴۴۷ هجري کال کې، د حنبلي مذهب له مشهورو قاضیانو څخه یوه، «ابوالعلا سعید بن سیار»، په هرات کې د ستر جامع جومات دننه خواجه ته ځانګړی ځای وړاندیز کړ، څو هلته په رسمي ډول د قرآن کریم تفسیر او وعظ وکړي.

دا د خواجه او د هغه د شاګردانو لپاره یوه ستره بریا وه.

په همدې علمي له مهمو پېښو او لاسته راوړنو ډکه دوره کې، یعنې په ۵۰ کلنۍ کې، خواجه عبدالله خپل مشهور کتاب «صد میدان» چې په دري فارسي ژبه د تصوف لومړني ګام پر ګام لارښود و، د خپل شاګرد په مرسته ولیکه.

د خواجه د کار له غوړېدو سره، شاګردانو او ملګرو یې له هغه سره مالي مرسته وکړه او د هغه د ژوند وضعیت، چې کلونه یې له سختیو سره تېر کړي وو، ښه شو.

له دې سره سره، خواجه هېڅکله د دنیا مال ته زړه ونه تړ.

هغه د دغو کلونو په اړه پخپله وایي: «خدای شاهد دی، ما هېڅکله، حتی د نیمې ورځې لپاره هم، د دنیا د مال لټه نده کړې، زما دوستان ماته ډېر شیان راکوي چې په تېرو وختونو کې مې ورته لېوالتیا درلوده؛ خو که هغه ټول د سلیمان پاچا د ملک په اندازه هم وي، اوس زما لپاره بې‌معنا دي.»

د هرات پیر په ژوند کې ارامي تل لنډمهاله وه.

د سلجوقي سلطان الپ ارسلان له واک ته رسېدو او د هغه د وزیر خواجه نظام‌الملک طوسي له ځواکمنېدو سره، د خواجه مخالفانو فرصت مناسب وباله.

په ۴۵۶ هجري قمري کال کې د هغه دښمنانو هڅه وکړه چې د سلطان او وزیر په حضور کې د مناظرې یوه غونډه جوړه کړي، څو خواجه محکوم کړي. خو خواجه عبدالله په هوښیارۍ سره له هغو بحثونو څخه ډډه وکړه چې په قرآن او سنتو کې یې بنسټ او اساس نه درلود.

دوه کاله وروسته، مخالفانو یې یوه نوې دسیسه جوړه کړه.

هغوی د وزیر په هڅولو سره خواجه عبدالله تورن کړ چې د خپلو سختو دریځونو له امله یې په هرات ښار کې مذهبي ناامني او ګډوډي رامنځته کړې ده.

نظام‌الملک د دغو راپورونو تر اغېز لاندې راغی او له هرات څخه یې د خواجه د سمدستي ایستلو امر صادر کړ.

خواجه عبدالله یو ځل بیا په پښو د تبعید پر لور روان شو.

دا ځل یې منزل د بلخ ښار و.

بلخ ته د خواجه ننوتل اسانه نه وو.

د هغه د تګ خبر تر هغه مخکې ښار ته رسېدلی وه.

د بلخ د خلکو یوې برخې چې د خواجه له فکري تمایلاتو سره همغږي نه درلوده، پرېکړه کړې وه چې د هغه د ننوتلو مخه ونیسي او په ښار کې ورته د اوسېدو اجازه ورنه کړي.

وضعیت بحراني شوی و. خو په همدې منځ کې، کمال‌الملک، چې د نظام‌الملک زوی و او په بلخ کې اوسېده او د خواجه له علمي مقام څخه خبر و، مداخله وکړه.

هغه د خواجه ملاتړ وکړ او بلخ ته یې په درناوي د هغه د ننوتلو زمینه برابره کړه.

خواجه څه موده په بلخ کې پاتې شو.

هغه له دې فرصت څخه په استفادې د بلخ له عالمانو سره ناستې او لیدنې وکړې.

همدارنګه د خپل پلار زیارت ته ولاړ؛ هغه پلار چې څو کاله مخکې په بلخ کې په پردیسۍ کې وفات شوی و.

دا چاره له کلونو لرېوالي وروسته د هغه لپاره د زړه د ارامۍ سبب شوه.

په همدې کال کې، خواجه نظام‌الملک چې په تبعید کې د خواجه له لېږلو خپله تېروتنه درک کړې وه او غوښتل یې د لا ډېرو کړکېچونو د رامنځته کېدو مخه ونیسي، هرات ته د خواجه د بېرته ستنېدو امر صادر کړ.

هرات ته د خواجه له راستنېدو وروسته، نظام‌الملک هغه یوې مناظرې ته راوباله.

د وزیر موخه دا وه چې له دغه بانفوذه عالم سره د هغه د عقایدو په اړه له نږدې وپوهېږي.

په دې لیدنه کې د اسلامي علومو په برخه کې د خواجه بې‌سارې پوهه، رښتینولي او زهد پر نظام‌الملک دومره اغېز وکړ چې د وزیر درناوی یې د خواجه په وړاندې څو برابره زیات کړ.

نظام‌الملک خواجه ته قیمتي ډالۍ وړاندې کړې. خو خواجه چې تل یې خپل زاهدانه ژوند ساتلی و، له دغو ډالیو څخه یې هېڅ یوه د ځان لپاره وانخیسته او ټولې یې د هرات د بېوزلو شاګردانو او اړمنو خلکو ترمنځ ووېشلې.

په راتلونکو کلونو کې مخالفانو یو ځل بیا هڅه وکړه چې د سلطان په حضور کې هغه پر الله تعالی د انسان په تشبیه کولو تورن کړي، خو دې هڅې کومه پایله ورنکړه.

په پای کې، په ۴۶۰ هجري قمري کال کې، د عباسي خلیفه القائم له خوا او د نظام‌الملک په وړاندیز، خواجه ته رسمي خلعت یا د درناوي په توګه ځانګړې جامې ولېږلې؛ هغه څه چې په ټوله اسلامي نړۍ کې د هغه د علمي او مذهبي مقام د رسمي تایید څرګندونه یې کوله.

 

ډیرو درنو لوستونکو!

د هرات پیر د لړۍ څلورم مطلب پای ته ورسید، پنځم مطلب به هم ژر درسره شریک کړو.

په بله خپرونه کې به هم د خواجه عبدالله انصاري د ژوند او هڅو په اړه روانه لړۍ جاري وساتو، اوس مو الله مل او ملګری.