د لوی اختر په مناسبت په افغانستان کې ۲۱۷۸ بندیان خوشې شول
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135060-د_لوی_اختر_په_مناسبت_په_افغانستان_کې_۲۱۷۸_بندیان_خوشې_شول
د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د لوی اختر په مناسبت د ۲۱۷۸ بندیانو د خلاصون او د یو شمېر نورو بندیانو د بند موده کمه اعلان کړې.
(last modified 2023-06-28T04:08:03+00:00 )
Jun 28, 2023 08:36 Asia/Kabul
  • د لوی اختر په مناسبت په افغانستان کې ۲۱۷۸ بندیان خوشې شول

د طالبانو سترې محکمې د یوې خبرپاڼې په صادرولو سره د لوی اختر په مناسبت د ۲۱۷۸ بندیانو د خلاصون او د یو شمېر نورو بندیانو د بند موده کمه اعلان کړې.

د افغان غږ خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانون سترې محکمې د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له زندانونو څخه د یو شمېر بندیانو د خلاصون حکم صادر کړی.

 په دې اعلاميه کې ويل شوي چې د کوچني اختر په مناسبت د افغانستان له زندانونو څخه ٢١٧٨ تنه خوشې شوي دي.

 د سترې محکمې د اعلامیې له مخې، د دغو کسانو خوشې کول د طالبانو د رهبرۍ او د رئیس الوزرا د دفتر، د سترې محکمې د رئیس په حکم شوي دي.

 د طالبانو سترې محکمې هم ویلي چې د ۴۸۹ نورو بندیانو د بند موده کمه شوې ده.