-
دسورئې په دیرالزور کې څوارلس داعشی تکفیریان هلاک شول
Apr 18, 2017 02:05العالم ټیلیویژنی چینل راپورورکړ د سورئې پوځ پرون ناوخته په دیرالزور ولایت کې د داعشی تکفیریانو پر مرکزونو اوپټنځایونوپه ضد په عملیاتو کې دهغوی په سترو وسلو سنبال په لسګونو ګاډی او پوځی تجهیزات هم تباه کړی دی .
-
په دمشق باندې د کیمیائی حملې لپاره د ترهه ګرو یوه بله دسیسه
Apr 16, 2017 11:57د دمشق د ختیځې غوطې یو باخبرې ځای سرچینې وویل، د موجودو شواهدو له مخې په دغه سیمه کښې موجود ترهه ګر د سوریې په پائېتخت باندې په کیمیائی موادو او زهرجنو ګېسونو سره حمله کول غواړی.
-
ایران ، روسیې او سوریې له ترهه ګرۍ سره په مبارزې ټینګار وکړ
Apr 14, 2017 11:38د ایرنا له راپور سره سم د ایران ، روسیې او سوریې خارجه وزیرانو په ماسکو کې د درې اړخیزې غونډې په پاې کې په ګډ خبری کانفرنس کې د سوریې د کړکیچ په سیاسی حل ، له ترهه ګرۍ سره په مبارزې او همداراز د سوریاوالو د مرستې په ضرورت ټینګار وکړ
-
د امریکا تیری ګر اقدامات د نړیوالو قوانینو پر خلاف دی
Apr 14, 2017 10:43د تهران د جمعې لمانځه خطیب حجت الاسلام ښاغلی کاظم صدیقی همداراز د روسیې د حکومت په وسیله له کیماوی وسلو د استفادې په بې اساسه او نه ثابتې شوی ادعا د سوریې په خاورې د امریکا وروستی تیر ی ته اشاره وکړه او ویې ویل په دروغجنو ادعاګانو سره د امریکا یو اړخیزه ، څاروی ډوله او له اجازې پرته اقدام د نړیوالو قوانینو او عرف په خلاف دې ، او د نړۍ هیوادونه باید د دغه ډول تیری ګریو د دوام خنډ شی .
-
روسیه هماغه راز له سورئې خپل ملاتړ ته دوام ورکوی
Apr 11, 2017 11:47انټرفکس خبری چینل راپورورکړ د روسیې د پارلمیان دوما د دفاعی کمیشن مشر ویکټور اوزروف نن د سورئې له حکومته د ملاتړ په دلیل پر روسیې ددباؤ اوبندیزونو دزیاتولو په باب دانګریز خارجه وزیر بویس جانسن دڅرګندونو په غبرګون کې وویل په سورئې کې دشتون په دلیل د روسیې په ضد د بندیزونو اعمالول به په دغه هیواد کې دروسیې دپوځ بر عملیاتو هیڅ اغیزې ونه کړی .
-
د سورئې په درعا کې یوشمیر نور داعشی تکفیریان هم هلاک شول
Apr 10, 2017 15:55زمونږ خبریال دسانا خبری آژانس له قوله راپور راکړ دسورئې وسله وال پوځ یونټونو ددرعا ولایت په المنشیه ، اوالکرک سیمو کې د النصره جبهې دترهه ګرو پر مرکزونو په حملې سره پنځلس داعشی ترهه ګرهلاک او یوشمیر نور هم ټپیان کړی دی
-
په سورئې دامریکا توغندوی حمله دنړیوالو قوانینو ښکاره خلاف ورزی ده
Apr 08, 2017 10:00المیادین ټیلیویژنی چینل راپورورکړ په ملګروملتو کې د روسیې داستازی مرستیال ولادیمیر سافرونکوف په سورئې دامریکا دتوغندوی حملې په باب د امنیت شورا په بیړنۍ غونډې کې ویلی دی ، ا مریکا دنړیوالو قوانینو په ښکاره خلاف ورزۍ سره دسورئې حاکمیّت لرونکی خپلواکه هیواد حمله کړې ده .
-
په سورئې دامریکاله توغندوی حملې سره امریکایانو سخت مخالفت وښود
Apr 08, 2017 08:39پریس ټی وی راپورورکړ ، دامریکا په بیلابیلو ښارونو کې په لسګونو زره امریکایانو دمظاهرو په کولو سره دخپل حکومت په جنګ غواړو سیاستونو په اعتراض کې خپله کرکه نندارې ته وړاندې کړه .
-
امریکایان خیال کوی د نړۍ قاضی او پولیس دی ،خوتیروځی
Apr 08, 2017 07:39زمونږخبریال راپورراکړ دایران داسلامی جمهوریت ولسمشر حسن روحانی نن په تهران کې د: اقتصادی مقاومت او کلیواله پراختیا :نومې سیمنار کې پخپلې وینا کې په سورئې کې دکیمیائی وسلو دکاریدا دموضوع دسپړلو لپاره دبې پلوه هیوادونو په شتون سره د یوې حقیقت موندونکی نړیوالې کمیتې دجوړیدا غوښتنه کړې او په ډاګه ئې دسورئې په یوه هوائی ډګر دامریکا دحملې په محکومولو سره ویلی دی ، امریکایان فکر کوی چې د نړۍ قاضی اوپولیس دی چې یوه ستره تیروتنه کوی .
-
دسورئې دحکومت په خلاف دامنیت شوراغونډه یوځل ناکامه پای ته ورسیده
Apr 06, 2017 01:19زمونږخبریال راپور راکړ د سورئې په خان شیخون سیمې باندې د کیمیائی حملې دسپړلو لپاره دملګرومتلو د امنیت شورا ځانګړی غونډه چې په سورئې کې دترهه ګرو د خورا اصلی ملاتړو امریکا،انګلستان اوفرانسې په هلوځلو سره ترسره شوی ، د سورئې دحکومت دمحکومولو لپاره دلودیځی هیوادنو وړاندیزی پلان په باب درائ اخستو پرته پای ته ورسیده .