-
د قطر لومړی وزير: د صهيونيسټي رژيم د دوحې پر ضد تيريو د غزې په اړه خبرې اترې له منځه یوړلې
Sep 15, 2025 01:42پارس ټوډې - د قطر لومړي وزير او د بهرنيو چارو وزير د اسلامي همکاريو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې په خپلو خبرو کې وويل: پر دوحې د صهيونيسټي رژيم وروستي بريدونه د «دولتي تروريزم» نښه ده او دا تېری نه يوازې د قطر پر ملي حاکميت، بلکې پر نړيوال منځګړیتوب باندې بريد دی.
-
په سيمه کې د صهيونيسټي رژيم د تيريو غندنه؛ په دوحه کې د ايران او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د خبرو اترو محور
Sep 15, 2025 01:34پارس ټوډې - د ايران د اسلامي جمهوريت او پاکستان د بهرنيو چارو وزيرانو د اسلامي هېوادونو د همکاريو سازمان د غونډې په څنډه کې په دوحه کې سره وليدل او د قطر او نورو سيمه ييزو هېوادونو پر ضد د صهيونيسټي رژيم تيري يې وغندل.
-
حماس: نتنياهو غواړي په سيمه او نړۍ کې د تروريزم لپاره خطرناکه لاره پرانيزي
Sep 15, 2025 01:31پارس ټوډې - د فلسطين د اسلامي مقاومت غورځنګ (حماس) د عربي او اسلامي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او په نړۍ کې د فعالو او اغېزمنو هېوادونو لپاره، په يوه يادښت کې د صهيونيستانو د خيانتامېزه هڅو جزئيات، چې په دوحه کې يې د دې غورځنګ د خبرو اترو پلاوي د ترور کولو هڅه کوله، بيان کړل او اعلان يې وکړ: افراطي صهيونيسټي رژيم، چې په وهمونو کې ډوب دی، غواړي په سيمه او نړۍ کې د تروريزم لپاره خطرناکه لاره پرانيزي.
-
ایران ګواښ وکړ؛(G7) دې خپلې تیروتنې او جنایتکارې پالیسۍ سمې کړي
Sep 14, 2025 10:09پارس ټوډي – د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د اوو هېوادونو ډلې (G7) په ګډې اعلامیې کې د ایران په اړه مطرح شویو بې بنسټه تورونو ته غبرګون وښود او ټینګار ئې وکړ چې د داسې غیرمسؤلانه اعلامیو خپرونکي باید د خپلو زړو استعماري او برلاسه بلونکی تفکر له امله د تورونو لګولو پر ځای، د ایران او سیمې په وړاندې خپلې تېروتنې او جنایتکاره پالیسۍ سمې کړي.
-
ګارډین لیکلي؛ ایران نه،بلکې اسرائیل د سیمې لومړنی امنیتي ګواښ دی
Sep 14, 2025 09:39پارس ټوډي – ګارډیّن نومې بریتانوي ورځپاڼې په یوه مقالې کې ټینګار کړی چې د ایران اسلامی جمهوریت نه ،بلکې صهیونیسټي رژیم د سیمې لومړنی امنیتي ګواښ دی.
-
اسلامي هېوادونه دې د ګډوعملیاتو قومانداني جوړه کړي
Sep 14, 2025 08:57پارستودي - د ایران د ملي امنیت د عالي شورا منشي له اسلامي هېوادونو وغوښتل چې د ګډو عملیاتو قومانداني دې جوړه کړي.
-
نتانیاهو د «یهودي - مسیحي تمدن» له نوم څخه په استفادې سره د کوم پلان په لټه کې دی؟
Sep 13, 2025 10:01پارس ټوډې - د اسرائیلي رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو، چې پخوا یې ویلي وو د لوېدیځ د دفاع لپاره له اسلامي هېوادونو سره په جګړه بوخت دی، د چارلي کرک د وژنې په غبرګون کې هغه د یهودي - مسیحي تمدن مدافع وباله.
-
خبرونه | د اسرائیلو د اردو پخواني مشر د نتانیاهو کابینې ته: دا حماقت ودروئ! / ایران د نانوکاتالیستونو په صادراتو کې وځلېد
Sep 13, 2025 09:21پارستودي - د اسرائیلو د اردو پخواني مشر ګادي آیزنکوت د بنیامین نتانیاهو کابینې پرېکړه چې د غزې ښار به اشغال کړي، «یو داسې حماقت» وباله چې «اسرائیلو ته به یې بیه درنه وي» او د دې رژیم چارواکو ته یې وویل: دا حماقت ودروئ.
-
ناټو د اروپا په ختیځ کې یو نوی پوځي مرکز جوړ کړ
Sep 13, 2025 09:00پارس ټوډې - د روسیې د ډرونونو له خوا د پولنډ هوايي حدودو د نقض کولو ادعاوو وروسته، د ناټو سر منشي د اروپا په ختیځ کې د یوه نوي پوځي مرکز د جوړولو خبر ورکړ.
-
جنرال موسوي: پر قطر د صهیونیسټي رژیم یرغل د امریکا په شنه څراغ سره وو
Sep 12, 2025 03:34پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د وسلهوالو ځواکونو لوی درستیز د قطر د دفاعي چارو له سلاکار او د لومړي وزیر له مرستیال سره په ټلفوني خبرو کې د ایران له لورې د قطر د خلکو پر ملاتړ ټینګار وکړ.