په جرمني کې د فلسطین د ملاتړ کوونکو پراخې مظاهرې شوي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i166992-په_جرمني_کې_د_فلسطین_د_ملاتړ_کوونکو_پراخې_مظاهرې_شوي
پارس آوډی -  دجرمني په هامبرګ ښار مرکز کې  په زرګونو جرمنیانو  د فلسطین او د غزې له خلکو سره په پيوستون کې  سړکونو ته راوووتل او ستر لاریونونه ئې وکړل.
(last modified 2025-11-10T05:31:05+00:00 )
Nov 10, 2025 09:58 Asia/Kabul
  • په جرمني کې د فلسطین د ملاتړ کوونکو پراخې مظاهرې شوي

پارس آوډی -  دجرمني په هامبرګ ښار مرکز کې  په زرګونو جرمنیانو  د فلسطین او د غزې له خلکو سره په پيوستون کې  سړکونو ته راوووتل او ستر لاریونونه ئې وکړل.

 په راپور کې وئيل  شوي دي، په زرګونو جرمنیانو په هامبورګ ښار کې، چې د دغه هېواد دویم لوي ښار دی،  له سختې  سړې هوا او باران سره سره د  له غزې مظلومو او بې څوکه خلکو سره په پيوستون کې  سړکونو کوڅو ته  ووتل څو په غزه کې د د صهیونیستي رژیم  په  نسل وژنې کې د برلین  د ګډون په اړه خپل غبرګون د حکومتي مشرانو غوږونو ته ورسوي. دوي د "نسل وژنې ودروئ" او "فلسطین آزاد کړئ" په څېر شعارونه ورکول. په همدې وخت کې، د بشري حقوقو  د اورګانونو او تنظمینو په سلګونو فعالانو  او استازو ،  له جرمني صهیونیسټي رژیم ته د وسلو په  صادورلو باندې  په اعتراض کې، د اروپا په یوه ترټولو لوي بندر  هامبرګ کې تر ریل ګاډو پورې انساني زنځیري کړئ جوړه کړه،او د  د بار وړونکو ریل ګاډو تګ راتګ ئې تر څو ساعتو لپاره ودراوه. د "انده ګلنده" ډلې ویندویې یوله فینک، وویل: د جرمني  حکومت په فعال  ډول د اسرائیلو  له خوا د فلسطینیانو په نسل وژنې کې شریک دی.  جرمني  لا هم له خپلو بندرونو څخه اسرائیلو  ته وسلې صادر کوي.