-
اسلامي ایران د اسرائیلي رژيم د محاکمه کولو ملاتړ وکړ
Jan 11, 2024 08:00زموږ خبریال راپور راکړی د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د هیګ د انصاف په نړیوالې محکمې کې د صهیونیسټي رژيم پرضد د شکایت لپاره د سویلي افریقا د حکومت د اقدام ملاتړ وکړ.
-
د فلسطین مبارزانو په اسرائیلي عسکرو بریدونه وکړل
Jan 11, 2024 12:20شهاب خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ په خان یونس سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم د عسکرو د زغرګاډو په تجهیزاتو او دغه راز د قومندنۍ په مرکز د هوانونو ډزې وکړې.
-
امریکا د روایتونو جنګ بایللی دی
Jan 11, 2024 09:34زمونږ خبریال راپور راکړی د امریکا یوه لیکوال «جوزف اپسټاین» اعتراف وکړ واشنګټن د ایران د چین او د روسیې په وړاندې د روایتونو جنګ بایللی دی.
-
صهیونیسټ رژيم باید په غزې باندې بریدونه بند کړي
Jan 11, 2024 09:21المسیره ټیلي ويژن راپور راکړی د یمن د لوړې سیاسي شورا غړي« محمد علي الحوثي» په غزې تړانګې باندې د اسرائیلو د رژیم د حملو چې د سیمې ازادۍ ، سوله او امنیت یې په خطر کښې اچولی دی د سمدستي بندیدا غوښتنه وکړه.
-
د انصاف په نړیواله محکمه کې له صهیونیسټي رژیم څخه د سویلي افریقا د شکایت اورېدلو پیل
Jan 11, 2024 08:54په لاهه کې د انصاف نړیواله محکمه به د روانې اونۍ د پنجشنبې او جمعې په ورځو کې د غزې په تړانګه کې، د نسل وژنې د قضیې په اړه د سویلي افریقا او صهیونیسټي رژیم حقوقي نظرونه واوري. د دې محکمې یوه کاري ساحه، د 1948 د نسل وژنې کنوانسیون پورې اړوندو شخړو ته رسېدنه ده. ۱۵۳ هېوادونو دغه کنوانسیون په رسمیت پېژندلی دی.
-
غزه کښې انساني حالات لاخراب شوي دي
Jan 11, 2024 04:16د ملګرو ملتو د بشري حقوقو ځانګړی رپورټر د غزې په تړانګې کښې د انساني حالاتو د لاخرابتیا خبر ورکړ.
-
د یمن پوځ په یوې امریکايي کشتۍ حمله وکړه
Jan 11, 2024 04:13د یمن د وسله والو ځواکونو ویاند په سرې بحیرې کښې په یوې امریکايي کشتۍ د حملې خبر ورکړ.
-
ایران په نړیواله محکمه کښې د صهیونیسټ رژیم د محاکمې ملاتړ وکړ
Jan 11, 2024 02:16د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د انصاف نړیوالې محکمې ته د صهیونیسټي رژیم په خلاف د شکایت د وړاندې کولو په لړ کښې د جنوبي افریقا د حکومت د اقدام ملاتړ وکړ.
-
د فلسطین وضعیت د امریکا او د هغې د لوېدیځو متحدینو د منافقانه سیاست ښکاره بېلګه ده
Jan 10, 2024 09:53د ایران د اسلامي جمهوریت د پارلمان مشر د اسلامي ملګرتیا سازمان د شوراګانو د اتحادیې د فلسطین دایمي کمېټې په پنځمه بېړنۍ غونډه کې، په فلسطین کې اوسنی وضعیت د امریکا او د هغې د لوېدیځو متحدانو د منافقانه او غلط سیاست ښکاره بېلګه وبلله.
-
په سور سمندرګي کې د امریکا موخه، په سیمه کې د خپل حضور پیاوړي کول او د اسرائیلو د ناکامیو پټول دي
Jan 10, 2024 10:38په دفاعي او امنیتي چارو کې د یمن د ملي نجات د حکومت مرستیال ټینګار وکړ؛ امریکا د صهیونیسټي رژیم پرضد د خپلو پوځي عملیاتو په اړه دروغ وایي او د سور سمندرګي په پوځي کولو سره، په سیمه کې د خپل شتون د پیاوړي کولو په لټه کې ده.