د فلسطین مبارزانو په اسرائیلي عسکرو بریدونه وکړل
شهاب خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین حماس غورځنګ په خان یونس سیمه کښې د صهیونیسټ رژيم د عسکرو د زغرګاډو په تجهیزاتو او دغه راز د قومندنۍ په مرکز د هوانونو ډزې وکړې.
د فلسطین د اسلامي مقاومت غورځنګ حماس پوځي څانګې عزالدین قاسم غونډ او د جهاد اسلامي پوځي څانګې قدس غونډ په ګډو عملیاتو کښې د غزې تړانګې په جنوب کښې د خان یونس ښار په ختیځ کښې د صهیونیسټ نیواکګرانو په مرکز باندې د هوانونو ډزې وکړې.
عزالدین قسام غونډ دغه راز په «شواظ» بم سره د خان یونس ښار په ختیځ کښې د صهیونیسټ رژیم د پوځ په یوه بولډوزر برید وکړ.
د فلسطین مبارزانو د خان یونس په ختیځ کښې د صهیونیسټ رژیم په پلي ځواکونو باندې هم په «رعدیه« زغرګاډي ضد بم سره برید وکړ او له کبله یې یوشمیر نیواکګر صهیونیسټان هلاک یا ژوبل شول.
عزالدین قسام غونډ دغه راز په یاسین یوسل پینځه ډوله زغرګاډو ضد راکټونو سره د خان یونس په ختیځ کښې په «بني سهیلا» سیمه کښې د صهیونیسټ نیواکګرو په دریو زغرګاډو برید وکړ.
د صهیونیسټ رژیم رسنیو راپور ورکړی چې د اسرائیلو له شپږ زره ژوبلو شویو عسکرو څخه دوه زره معیوب شوي دي.
د صهیونیسټ رژیم پوځیانو د «النصیرات» کیمپ په شمال او دغه راز د غزې تړانګې په مرکز کښې په «البریج» و «العماري» کیمپونو باندې ډزې وکړې.
فلسطیني سرچینو د فلسطین د یوې بندي میرمنې «وفا البس» چې همدا اوس صهیونیسټ رژیم ازاده کړي وه د شهادت خبر ورکړ.
د صهیونیسټ رژیم د جنګي الوتکو لخوا د خان یونس په لویدیځ کښې په یوه کور باندې حملې کښې اوه کسان شهیدان او پینځویشت نور ژوبل شول چې څو پکښې ماشومان هم شامل دي.