الجزیره؛ایران ټاکي چې کومې بېړۍ فارس خلیج ته واریدې اوترې ووځي
https://parstoday.ir/ps/news/event-i176068-الجزیره_ایران_ټاکي_چې_کومې_بېړۍ_فارس_خلیج_ته_واریدې_اوترې_ووځي
پارس ټوډې – د سمندري استخباراتو او امنیت یوه لوړپوړي شنونکي ویلي، ایران ټاکي چې کومې بېړۍ له هرمز تنګي  تېرېږي.
(last modified 2026-08-04T09:00:59+00:00 )
Aug 04, 2026 13:26 Asia/Kabul
  • الجزیره؛ایران ټاکي چې کومې بېړۍ فارس خلیج ته واریدې اوترې ووځي

پارس ټوډې – د سمندري استخباراتو او امنیت یوه لوړپوړي شنونکي ویلي، ایران ټاکي چې کومې بېړۍ له هرمز تنګي  تېرېږي.

  پارس ټوډې د تسنیم خبری آژانس له قوله  راپور ورکړی، د الجزیره  انګریزي ژبې چینل د نړیوالې خطرې د  کنټرول مشورتي شرکت د سمندري استخباراتو او امنیت د لوړپوړي شنونکي آرون کینډي له قوله لیکلي چې ایران اوس مهال دا پرېکړه کوي،کومې بېړۍ فارس خلیج  ته واریدې شي او یا ترې تیرې شي.

کینډي وویل:ایران ټاکي چې کومې بېړۍ خلیج فارس ته داخلېدلی شي او یا ترې وتلی شي، او پر هغو بېړیو چې د ایران له اجازت پرته د تېرېدو هڅه کوي، برید کوي.

هغه زیاته کړه:حتی که امریکا د هغو بېړیو لپاره چې له دغه سمندري اوبلارې  څخه استفاده کوي، د ساتنې یوه محدوده کچه هم برابره کړي، دا به هم د ایران د بریدونو د مخنیوي لپاره بسنه ونه کړي.