ایران او پاکستان خپلې تجارتي اړیکې نوره هم پراخوي
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i176070-ایران_او_پاکستان_خپلې_تجارتي_اړیکې_نوره_هم_پراخوي
پارس ټوډې -  د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت لوړپوړي چارواکي، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت استازي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا د ادارو مدیران او د خصوصي سیکټر استازي د دې غونډې په پرانیست غونډه کې ګډون لري.
(last modified 2026-08-04T09:39:39+00:00 )
Aug 04, 2026 13:59 Asia/Kabul
  • ایران او پاکستان خپلې تجارتي اړیکې نوره هم پراخوي

پارس ټوډې -  د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت لوړپوړي چارواکي، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت استازي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا د ادارو مدیران او د خصوصي سیکټر استازي د دې غونډې په پرانیست غونډه کې ګډون لري.

ایرناخبری آ ژانس له اسلام اباده راپور ورکړی د ایران او پاکستان د ګډې سوداګرۍ د کمېټې غونډه نن سهار  د ایران د اسلامی جمهوریت د   صنعت، کانونو او سوداګرۍ د وزیر په شتون  کې په اسلام اباد کې په سرینا هوټل کې پرانیستل شوه

 د ایران او پاکستان د ګډې سوداګرۍ د کمېټې لسمه غونډه د ایران د لوړپوړي پلاوي په ګډون، چې مشري ئې د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ  د  چارو وزیر سید محمد اتابک کوي او د پاکستان د سوداګرۍ  د چارو د وزیر په شتون کې په اسلام‌آباد کې ترسره شوه.

 د ایران د صنعت، کانونو او سوداګرۍ وزارت لوړپوړي چارواکي، د پاکستان د سوداګرۍ وزارت استازي، د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ د پراختیا د ادارو مدیران او د خصوصي سیکټر استازي د دې غونډې په پرانیست غونډه کې ګډون لري.

پاکستان ته د سید محمد اتابک   د سفر د خبرو اترو اصلي ایجنډا پر ۱۹ مهمو چورلیزونو ولاړه ده، چې تر ټولو مهم ئې د ایران او پاکستان ترمنځ د آزادې سوداګرۍ د تړون د متن نهائي کول، دد شیانو په مقابل کې د شیانو مبادله (تهاتر) د میکانېزم رامنځته کول او د دواړو هېوادونو ترمنځ د شویو هوکړو ارزونه ده.

همدارنګه ټاکل شوې ده ،په دغو خبرو اترو کې   د ټرانزیټي ستونزو د حل او د پاکستان په بندرونو کې د ایرانيو کانټینرونو د انتقال د بهیر د اسانه کولو په اړه هم بحث وشي.

Image Caption

 

د ریمدان – ګبد په سرحدي سیمې کې د سرحدي بیخ بینائيو پراختیا، د چابهار د ازادې سوداګریزې سیمې له جلا شوې برخې څخه د پاکستان تر پولې پورې د خپلواکه لارې  جوړول، او د سړک له لارې د ټرانسپورټ اسانتیاوې د سرحدي لوجستیک د ښه والي لپاره د وزیر د پروګرامونو له مهمو برخو څخه دي.

په سمندري برخې کې به د ګوادر سمندري پولې د ریمدان له پولې سره نښلول او د چابهار او ګوادر بندرونو د وصل له لارې د اورګاډي کریډور  پراختیا هم تعقیب شي.

د ګډو صنعتي تولیداتو پراختیا، په ځانګړې توګه د  کپړې په برخې کې، د سوداګرو د بانکي او مالي ستونزو حل، د سوداګریزو ویزو د ورکړې اسانتیا، او د ګډو سرحدي بازارونو فعالول هم هغه مهم موضوعګانې دي چې اتابک به یې له خپلو پاکستانيو سیالانو سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ۱۰ میلیارد ډالرو سوداګرۍ د نقشې د عملي کولو لپاره وڅېړي.