-
د ایران ولسمشر د عیسویانو له مشر پاپ سره په تماس کې د غزې په وړاندې د هغه د غبرګون غوښتونکی شو
Nov 06, 2023 03:52د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسي د عیسویانو له معنوی مشر پاپ فرانسیس سره په تماس کې وویل: په لوېدیځو هیوادونو کې د پاپ اهمیت ته په کتو سره، له تاسو غواړو چي د اسرائیل رژیم ملاتړو غربي هیوادونو ته په غزې باندېد جنایاتو د بندولو لپاره خبرداری ورکړئ او په دغه مساله کې د مظلوم او ظالم په هکله وضاحت ورکړئ.
-
د ایران خارجه وزیر له ملګرو ملتونو، بریکس ډلې او شانګهای سازمان څخه د صهیونیست رژیم په ضد د سملاسي اقداماتو غوښتونکی شو
Nov 06, 2023 03:50د ایران د اسلامي جمهوریت خارجه وزیر په دریو جلا لیکونو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انتونیو ګوتریش، د بریکس ډلې له بهرنیو چارو وزیرانو او د شانګهای د همکاریو د سازمان له سرمنشي څخه غوښتنه وکړه چي په غزې باندې د اسرائیل د رژیم د بریدونو د بندولو لپاره سملاسي اقدامات وکړي.
-
ګوترش ته د ایراني ځلمیانو لیک: د فلسطیني ماشومانو غږ نه اورې؟
Nov 05, 2023 11:17د ایران ځلمیانو او ځوانانو د غزې تړانګې له ماشومانو او ځملیانو په دفاع کښې د ملګرو ملتو سرمنشي ته په یو لیک کښې، د دغه سازمان د دریځونو او فعالې مداخلې غوښتنه وکړه.
-
صهیونیسټي رژيم د لبنان په سویل کښې په دوو ایمبولنسونو حمله وکړه
Nov 05, 2023 10:48د صهیونیسټي رژیم یوې بې پایلټه الوتکې په لبنان په جنوب کښې دوه ایمبولنسونه په نښه کړي دي
-
امریکا او د هغې ملګري د ملتونو له خپلواکۍ ویریږي
Nov 05, 2023 00:46تسنیم خبري اژانس راپور راکړی د ایران د حکومت ویاند «علي بهادري جهرمي» وویل: امریکا ، صهیونیسټ رژيم او د دوې نور ملګري هیوادونه د ملتونو له خپلواکۍ او ازادۍ ویره لري.
-
د رهبرۍ د خبرګانو شورا د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه پیل شوه
Nov 05, 2023 07:27د رهبري خبرګانو د شورا د انتخاباتو د شپږم پړاؤ د نمایندګۍ لپاره نوم لیکنه سر له ننه پيل شوه
-
د لبنان په پوله د حزب الله او د صهیونیسټي رژیم د پوځ ترمینځ نښته روانه ده
Nov 05, 2023 06:58د لبنان او نیواکي فلسطین ترمینځ سرحد کښې د حزب الله او صهیونیسټي رژيم ترمینځ نښته او د ډزو تبادله دوام لري
-
فلسطین په سیاست او میدان کښې مقابله کوي
Nov 05, 2023 02:19ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د فلسطین د حماس غورځنګ د سیاسي دفتر مشر اسماعیل هنیه وویل د فلسطین مقاومت د میدان او د سیاست په دوو ډګرونو کښې په غزې تړانګې باندې د صهیونیسټ دښمن له تیریو سره د مقابلې په حال کښې دی.
-
د امریکا او د اروپا خلکو د اسرائیلو جنایتونه وغندل
Nov 05, 2023 02:09ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په واشنګټن کښې پرون په زرګونو خلکو د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ لپاره په واټونو کښې مظاهرې وکړې او د غزې د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه یې وغندل.
-
د لبنان حزب الله د فلسطین د جنګ برخه دی
Nov 05, 2023 01:56فارس خبري اژانس راپور راکړی د لبنان د اسلامي مقاومت غورځنګ حزب الله د مشر مرستیال شیخ نعیم قاسم له صهیونیسټ رژیم څخه په ملاتړ کولو کښې د عربو هیوادونو رول ته د خبرداري په ترڅ کښې ټینګار وکړ د غزې تړانګې پرضد جنګ باید بند شي.