د رهبرۍ د خبرګانو شورا د انتخاباتو لپاره نوم لیکنه پیل شوه
د رهبري خبرګانو د شورا د انتخاباتو د شپږم پړاؤ د نمایندګۍ لپاره نوم لیکنه سر له ننه پيل شوه
د ایرنا د خبر له مخې دغه نوم لیکنه چې نن پیل شوې، د نومبر تر یوولسمې به دوام ولري.
د ایران د کورنیو چارو د وزارت د خبرتیا له مخې، د رهبرۍ د خبرګانو شورا په انتخاباتو کښې د برخه اخیستې غوښتونکي کسان په خپله یا د خپل داسې استازي له خوا چې په کتبي او رسمي توګه معرفي شوی وي، کوې شي چې په دې اوو ورځو کښې د ولایت مرکز یا د کورنیو چارو وزارت ته رجوع وکړي او نوم لیکنه وکړي.
له دې مخکښې د ایران د اسلامي شورا(پارلیمان) د کاندیداتورۍ لپاره نوم لیکنه د اکتوبر له ۱۹ نه تر ۲۵ نیټې پورې په آنلاین توګه ترسره شوه.
د ویلو ده چې د اسلامي شورا د انتخاباتو دولسم پړاؤ او د رهبرۍ د خبرګانو شورا شپږم پړاؤ به د ۲۰۲۴ کال د مارچ په اوله نیټه ترسره شي.