د امریکا او د اروپا خلکو د اسرائیلو جنایتونه وغندل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په واشنګټن کښې پرون په زرګونو خلکو د فلسطین د غزې تړانګې د خلکو د ملاتړ لپاره په واټونو کښې مظاهرې وکړې او د غزې د بې دفاع خلکو پرضد د صهیونیسټ رژیم جنایتونه یې وغندل.
د واشنګټن اعتراض کونکو په غزې تړانګې باندې د حملو او د دغه سیمې د کلابندۍ د ختمولو غوښتنه وکړه.
پرون د امریکا په پنسلوانیا ایالت کښې هم خلکو د فلسطین د غزې د تړانګې د وسیدونکو په ملاتړ کښې مظاهرې وکړې.
دغه راز پرون د جرمني ، د فرانسې د هالینډ په شمول په ډیرو اروپايي هیوادونو کښې خلکو د فلسطین له ولس سره د پیوستون لپاره په واټونو کښې مظاهرې وکړې او د غزې د تړانګې د خلکو پرضد یې د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو د بندیدا غوښتنه وکړه.
له دې سره سره چې ډیرو لویدیځو هیوادونو د صهیونیسټ رژيم ملاتړ کړی خو د بیلابیلو هیوادونو خلکو د اسرائیلو د حملو او د بمباریو په هکله چې د فلسطین د غزې تړانګې د ډیرو بې ګناه خلکو د وژل کیدا او ژوبلیدا سبب شوي دي د اندیښنې په څرګندولو سره د صهیونیسټ رژیم له جنایتونو د خپلو حکومتونو ملاتړونه غندلي دي.