-
عربستان په جِنین کښې د صهیونیسټانو جنایت وغنده
Jun 21, 2023 11:40د سعودي عربستان خارجه وزارت په نیواکي فلسطین کښې د صهیونیسټي رژیم د حملو زیاتیدل او په جنین ښار کښې د دغه رژيم تیري وغندل
-
طالبانو په جنین کښې د صهیونیسټانو جنایت ته سخت غبرګون ښودلی دی
Jun 21, 2023 11:16د طالبانو خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې د نیواکي لویدیځې غاړې په جنین ښار باندې د صهیونیسټي رژيم د ځواکونو حمله وغندله
-
په رام الله کې په مقاومتي عملیاتو کې څلور صهیونیسټان په هلاکت ورسېدل
Jun 21, 2023 02:47خبري سرچینو ویلي چې د رام الله په شمال کې د ډزو له امله څلور تنه ښارګوټه مېشتې وژل شوي او اوه تنه نور ټپیان دي.
-
د فلسطین مقاومت، صهیونیسټي رژیم ته دردناکه ضربه ورکړه
Jun 21, 2023 04:28د لبنان د حزب الله غورځنګ مشر ټینګار کړی، چې دغه عملیات د مقاومت د ځواکونو د چمتووالي ښودنه کوي چې دښمن ته په مناسب وخت او ځای کې د هغوی جنایتونو ته ځواب ووایي.
-
افغانستان هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د خپلو ګاونډیانو پر ضد عمل وکړي
Jun 20, 2023 12:15د افغانستان د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت ویاند اعلان کړی، چې طالبان به هېڅ وسله والې ډلې ته اجازه ورنکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه د ګاونډیو هېوادونو او د سیمې پرخلاف عملیات ترسره کړي.
-
د ښځینه کارمندانو د بېرته راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوو
Jun 20, 2023 13:10د خوړو نړیوال پروګرام(WFP) اجرایوي مرستیال او عملیاتي مشر، کارل سیکاو افغانستان ته د پنځه ورځني سفر په ترڅ کې ویلي، چې دغه اداره د ښځینه کارکوونکو د بېرته راستنېدو لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
-
د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ملخانو پراخ برید ۱.۲ میلیونه ټنه غنم له منځه وړي
Jun 20, 2023 12:49د ماشومانو د ساتنې نړیوال سازمان د افغانستان په شمالي ولایتونو کې د ملخانو د پراخ برید په اړه خبرداری ورکړی او ویلي چې ملخان د ۴۸۰ میلیونو ډالرو په لګښت ۱،۲ میلیونه ټنه غنم، چې د دغه هېواد د کلني حاصلاتو نږدې څلورمه برخه ده، له منځه وړي.
-
لوېدیځ ته غیر قانوني کډوالي د امریکا او اروپا د غلطو سیاستونو له امله ده
Jun 20, 2023 11:15د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د مدیترانې په اوبو کې د سلګونو کډوالو د یوې کشتۍ د ډوبېدو په غبرګون کې ټینګار وکړ، لوېدیځ ته د غیر قانوني کډوالۍ رېښه د امریکا او اروپا په غلطو سیاستونو کې ده.
-
د افغانستان له خلکو سره مرسته؛ د ملګرو ملتونو د استازي او کاظمي قمي د خبرو محور
Jun 20, 2023 10:58په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي (یوناما) مرستیال او د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر په کابل کې لیدنه او خبرې وکړې.
-
ايران به هېڅکله د اسرائيلي دښمن پر وړاندې د فلسطين ولس يوازې پرې نه ږدي
Jun 20, 2023 10:28د اسلامي جهاد غورځنګ عمومي منشي د فلسطین له مقاومت سره د تهران ملاتړ ته په اشارې سره وویل: دجین کمپ پېښو وښوده چې د مقاومت ډلو د جنګ ډګرونه سره متحد دي.