عربستان په جِنین کښې د صهیونیسټانو جنایت وغنده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i134744-عربستان_په_جِنین_کښې_د_صهیونیسټانو_جنایت_وغنده
د سعودي عربستان خارجه وزارت په نیواکي فلسطین کښې د صهیونیسټي رژیم د حملو زیاتیدل او په جنین ښار کښې د دغه رژيم تیري وغندل
(last modified 2023-06-21T07:22:21+00:00 )
Jun 21, 2023 11:40 Asia/Kabul
  • عربستان په جِنین کښې د صهیونیسټانو جنایت وغنده

د سعودي عربستان خارجه وزارت په نیواکي فلسطین کښې د صهیونیسټي رژیم د حملو زیاتیدل او په جنین ښار کښې د دغه رژيم تیري وغندل

د سعودي عربستان خارجه وزارت په نیواکي فلسطین کښې د صهیونیسټي رژیم د حملو زیاتیدل او په جنین ښار کښې د دغه رژيم تیري وغندل

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کښې د صهیونیسټي رژیم تیري په تیره بیا په جنین ښار کښې یې حمله ډیره خطرناکه وبلله او هغه یې وغندله.

د عربستان خارجه وزارت د صهیونیسټي رژيم د نیواکګرو ځواکونو د خطرناکو اقداماتو په بشپړه ردولو سره، د شهیدانو له کورنیو او د فلسطین له ولس او حکومت سره خواخوږي څرګنده کړې او د زخمیانو لپاره یې د عاجلې شفا آرزو کړې ده.