طالبانو په جنین کښې د صهیونیسټانو جنایت ته سخت غبرګون ښودلی دی
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i134736-طالبانو_په_جنین_کښې_د_صهیونیسټانو_جنایت_ته_سخت_غبرګون_ښودلی_دی
د طالبانو خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې د نیواکي لویدیځې غاړې په جنین ښار باندې د صهیونیسټي رژيم د ځواکونو حمله وغندله
(last modified 2023-06-21T06:50:04+00:00 )
Jun 21, 2023 11:16 Asia/Kabul
  • طالبانو په جنین کښې د صهیونیسټانو جنایت ته سخت غبرګون ښودلی دی

د طالبانو خارجه وزارت په یوه خبرپاڼه کښې د نیواکي لویدیځې غاړې په جنین ښار باندې د صهیونیسټي رژيم د ځواکونو حمله وغندله

د فارس خبري آژانس د خبر له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په جنین ښار باندې د صهیونیسټي رژیم د ځواکونو برید ته غبرګون ښودلی دی.

د طالبانو خارجه وزارت په یو ټویټ کښې ولیکل: د اردن سیند په نیواکي لویدیځې غاړې کښې په جنین ښار باندې د صهیونیسټي رژیم د ځواکونو بوږنونکې حمله په کلکه غندو.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د مظلومو فلسطینیانو خلاف د صهیونیسټي رژيم د ځواکونو دا ډول انساني ضده اقدامات د نړیوالو، اسلامي ان انساندوستانه قوانینو څرګنده خلاف ورزي بللې او ویلي یې دي چې دغو اقداماتو د نړۍ  د مسلمانانو احساسات راپارولي دي.

د صهیونیسټي رژيم پوځیانو په جنین ښار او هلته په موجود کیمپ باندې په حملې سره، د یو ماشوم په شمول شپږ فلسطینیان شهیدان کړي او ۹۱ تنه یې زخمي کړي دي. د فلسطین مقاومت هم له صهیونیسټي پوځیانو سره په نښته کښې اووه تنه زخمي کړل او پرون هم د رام الله په شمال کښې په یولړ استشهادي عملیاتو کښې څلور ښارګي میشتي وژلي او څلور تنه نور یې زخمي کړل.