-
د اسراییلو پارلمان د کړکیچونو په منځ کې د لویدیځې غاړې د الحاق قانون تصویب کړ
Oct 23, 2025 02:22پارس ټوډې - د اسراییلو پارلمان (کنسټ) په داسې حال کښې چې په غزې کښې د قرارۍ او ارامښت د ټینګولو هلې ځلې روانې دي، د لویدیځې غاړې د الحاق قانون یوازې د یوې راې په توپیر سره تصویب کړ.
-
په غزه کښې شپږ زره کسان بې درکه دي
Oct 23, 2025 02:14یو فلسطیني مرکز د غزې د دوه کلن جنګ په دوران کښې د دغې سیمې د شپږو زرو کسانو د بې درکه کیدو خبر ورکړ.
-
زیاتره فلسطیني شهیدان د هویت له معلومیدو پرته دفن کیږي
Oct 22, 2025 08:56د فلسطیني اسیرانو د مړو د مدیریت کمیټې غړي په دې خبرې سره چې زیاتره فلسطیني اسیران د سختو شکنجو له امله شهیدان شوي دي، وویل: صهیونیسټي رژيم له مړو سره د هغوي هویتي معلومات نه ورکوي او د امکاناتو د نشتوالي په وجه مجبوری یو چې شهیدان بې له پيژندګلوۍ ښخ کړو.
-
د اسرائیلو تندلاري ګوندونه په لویدیځې غاړې د واکمنۍ د قانون د تصویبولو هڅه کوي
Oct 22, 2025 08:34پارس ټوډی – د صهیونیسټي رژیم کنسټ (پارلیمان) په اوله مرحله کښې په لویدیځې غاړې باندې د نیواکګرو د حاکمیت د اعمالولو وړاندیزي لایحه وڅیړله.
-
مکرون: په غزه کښې اوربند ډیر کمزوری دی
Oct 22, 2025 05:48د فرانسې ولسمشر د غزې د وضعیت د نازکوالي په هکله په خبرداري سره، د سرحدونو د سمدستي خلاصیدو او د انساني مرستو د لیږل کیدو په ضرورت ټینګار وکړ.
-
امام خامنهيي د امریکا دولت ته: د نورو هېوادونو په چارو کې د لاسوهنې پر ځای، خپل میلیوني اعتراضونه آرام کړئ + انځورونه
Oct 21, 2025 08:30پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب رهبر د امریکا ولسمشر د هغو خبرو په اړه چې د ایران د اټومي صنعت د بمبارۍ په اړه یې ویاړ کاوه او ادعا یې کوله چې هغه یې له منځه وړی، وفرمایل: هېڅ ستونزه نشته، تاسو په همدې خیال کې اوسئ، خو تاسو اصلاً څوک یاست چې که کوم هېواد اټومي صنعت ولري، تاسو ورته د څه وکړه او څه مه کړه ووایاست؟ دا له امریکا سره څه تړاو لري چې ایران اټومي امکانات او صنعت لري که نه؟ دا لاسوهنې ناسمې، غلطې او زورویونکي دي.
-
صهيونستي رسنۍ: د حماس پوځي وړتیا لا هم پاتې ده
Oct 21, 2025 12:09پارس ټوډی - د یوې صهیونیسټي رسنۍ نوې ارزونه ښيي چې د غزې جګړې د حماس پوځي وړتیا له منځه نه ده وړې.
-
لاریجاني: امریکا نه غواړي عراق خپلواک وي/ بغداد: زموږ او د ایران امنیت یوه واحده موضوع ده
Oct 21, 2025 10:03پارس ټوډې - د ایران د ملي امنیت عالي شورا منشي وویل: باید هڅه وکړو چې د بهرنیانو له هر ډول ناوړه ګټې اخیستنې څخه مخنیوی وکړو چې ایران او عراق ته زیان رسوي.
-
د قطر امیر: اسراییل د ټولو نړیوالو قوانینو او نورمونو سرغړونه کوي
Oct 21, 2025 09:25د قطر امیر د صهیونیسټ رژیم لخوا د نړیوالو قوانینو د سرغړونې په غندلو سره، هغه څه چې په تیرو دوو کلونو کې په غزه کې پیښ شوي "نسل وژنه" وبلله او په دې اړه یې د نړیوالې ټولنې چوپتیا وغندله.
-
هالنډ له امریکا سره خپل استخباراتي همکارۍ محدودوي
Oct 21, 2025 09:22پارس ټوډې - د انګلستان فایننشل ټایمز ورځپاڼې په یوه راپور کې د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لورې د روسيې او د دې هېواد د ولسمشر ولادیمیر پوتین په وړاندې د بېلابېلو دریځونو بدلونونو ته په اشارې سره لیکلي: د احتمالي ناوړه ګټې اخیستنې اندېښنو په اړه هالنډ به له متحده ایالاتو سره خپل استخباراتي همکارۍ محدودې کړي.