تسلیمي که مقاومت؛ کوم انتخاب ملتونه د نابودۍ له پروژې ژغوري؟
https://parstoday.ir/ps/news/world-i169296-تسلیمي_که_مقاومت_کوم_انتخاب_ملتونه_د_نابودۍ_له_پروژې_ژغوري
پارس‌ټوډې – د لبنان «الاخبار» ورځپاڼې د امریکا جګړه‌ غوښتونکي سیاست ته په اشارې سره ولیکل: کله چې د تسلیمۍ او مقاومت بیه یو شان وي، مقاومت د ملتونو یوازینۍ لار پاتې کېږي.
(last modified 2026-01-07T07:21:11+00:00 )
Jan 07, 2026 11:48 Asia/Kabul
  • تسلیمي که مقاومت؛ کوم انتخاب ملتونه د نابودۍ له پروژې ژغوري؟

پارس‌ټوډې – د لبنان «الاخبار» ورځپاڼې د امریکا جګړه‌ غوښتونکي سیاست ته په اشارې سره ولیکل: کله چې د تسلیمۍ او مقاومت بیه یو شان وي، مقاومت د ملتونو یوازینۍ لار پاتې کېږي.

د لبنان «الاخبار» ورځپاڼې په یوه تحلیلي لیکنه کې د امریکا جګړه‌ غوښتنې ته په اشارې سره ولیکل چې د «اطاعت یا نابودۍ» د منطق پر وړاندې هېڅ معما نشته، ځکه کله چې د تسلیمۍ او مقاومت لګښت برابر وي، نو مقاومت د ملتونو لپاره یوازینی معنادار انتخاب ګرځي.

د پارس‌ټوډې د راپور له مخې، دې ورځپاڼې په هغه تحلیل کې چې «ابراهیم الامین» لیکلی، ویلي دي: د نړیوال سلطه ګر (امریکا) چلند ښيي چې موخه یې سازش ته رسېدل نه دي، بلکې د بشپړې ارادې تحمیل او د هر ډول مخالفت له منځه وړل دي.

لیکوال دغه ځواک د «جګړې بلا» وباله او زیاته یې کړه چې د امریکا د کړنو حاکم منطق، اخلاقي اصولو، نړیوالو قوانینو او د ملتونو حاکمیت ته بشپړه بې‌پروايي ده، او داسې اوزارونه لکه مستقیمه جګړه، اقتصادي کلابندي، بندیزونه، لوږه او حتی ناروغۍ، ټول په همدې چوکاټ کې کارول کېږي.

هغه د دې ډول ګواښ پر وړاندې ټولنیز درز ته په اشارې سره لیکي چې د ټولنو یوه برخه ژغورنه په تسلیمېدو او د تحمیلي شرطونو په منلو کې ویني او دې ته هیله پیدا کوي چې کېدای شي په راتلونکي کې شرایط بدل شي. په مقابل کې، بله ډله باور لري چې اصلي موضوع د بشپړې نابودۍ پروژه ده، چې پکې تسلیمي یا مقاومت د ګواښ په اصل کې بدلون نه راولي، خو مقاومت کولای شي د تاریخ لوری واړوي.

الامین د دې نظر د ثابتولو لپاره تاریخي تجربو ته اشاره کوي؛ د هغو امپراتوریو له ړنګېدو نیولې چې پېړۍ پېړۍ یې دوام کړی وو، د اروپایي استعماري ځواکونو تر شا تګ، او په عراق، افغانستان او د نړۍ په نورو سیمو کې د امریکا تر لوړو لګښتونو ډکې ماتې. د هغه په باور، دا بدلونونه «د تسلیم عقلانیت» پایله نه وه، بلکې د منظم او باخبره مقاومت محصول وو.

دغه لیکوال ټینګار کوي چې د تسلیمۍ پلوی بهیر، د دښمن د ځواک په لوی ښودلو سره، ماتې له پیل مخکې مني او معمولا د سلطه ګر لور ته جذب کېږي، حتی که هغه ځواک په ښکاره توګه جنایتونه هم ترسره کړي.

د لیکوال په وینا، تاریخ ښودلې چې د دې لارې پایله نه امنیت دی او نه سوکالي، بلکې د هماغه ځواک د سیاستونو د پلي کولو په وسیله بدلېدل دي.

الامین یادونه وکړه چې معاصرې جګړې یوازې په پوځي ډګرونو پورې محدودې نه دي، بلکې اقتصادي بندیزونه، معیشتي فشارونه او ټولنیزه بې‌ثباتي د هماغې جګړې دوام دی، خو د بېلابېلو وسایلو له لارې. له دې نظره، تسلیمي نه یوازې کړاو او تاوتریخوالی نه دروي، بلکې د لا زیاتو فشارونو لپاره لاره هواروي.

د دې تحلیلي راپور په بله برخه کې، د اشغال پر وړاندې د لبنان تجربې ته اشاره شوې او ویل شوي چې مقاومت، که څه هم ډېر لګښتونه یې درلودل، خو وتوانېد چې د اشغالګرو موخې شنډې کړي، بې له دې چې د جګړې او محاصرې د پیل پرېکړه د هغه په لاس کې وي.