په لندن کې د فلسطین سفارت رسمي پرانیسته
https://parstoday.ir/ps/news/world-i169260-په_لندن_کې_د_فلسطین_سفارت_رسمي_پرانیسته
پارس‌ ټودی – له هغه څخه څلور میاشتې وروسته چې انګلستان فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپیژند، په لندن کې یې سفارت د ډیپلوماټانو او د فلسطین ملاتړو په ګډون پرانیستل شو.
(last modified 2026-01-06T09:17:15+00:00 )
Jan 06, 2026 13:43 Asia/Kabul
  • حسام زملط د فلسطین په انګلستان کې سفیر
    حسام زملط د فلسطین په انګلستان کې سفیر

پارس‌ ټودی – له هغه څخه څلور میاشتې وروسته چې انګلستان فلسطین د خپلواک هېواد په توګه په رسمیت وپیژند، په لندن کې یې سفارت د ډیپلوماټانو او د فلسطین ملاتړو په ګډون پرانیستل شو.

په انګلستان کې د فلسطین سفیرحسام زملط د دوشنبې په ورځ د فلسطین سفارت د رسمي پرانیستلو په مراسمو کې وویل چې دا ودانۍ "پر انګلستان خاوره د فلسطین یوه ټوټه" ده او دا یې د "سولې، عزت او د فلسطین د خلکو د عدالت او آزادۍ تلپاتې تعقیب" نښه بللې ده.

د پارس‌ ټوډی د راپور له مخې، زملط وویل: "فلسطین دلته دی، فلسطین پاتې دی او فلسطین به آزاد شي."

د فلسطین سفیر په خبرو کې بل ځای د سفارت پرانیسته د "فلسطیني هویت دوام" نښه او د غزې، لوېدیځې غاړې او کډوالو کمپونو فلسطینیانو ته د کلک ولاړتیا پیغام وباله او ټینګار یې وکړ چې دا کار د فلسطینیانو اوږده غوښتنه چې اشغال پای ته ورسېږي او مشروع حقونه یې ترلاسه شي، له اجنډا نه اېسته کوي.

زملط بیا د سفارت رسمي تختې په ښودلو سره د "فلسطین استازولۍ" بدلون "د فلسطین دولت سفارت" اعلان کړ.

په ډیپلوماتیک عرف کې دا بدلون د فلسطین استازولۍ د مقام لوړول او د دواړو خواوو ترمنځ اداري او تشریفاتي ترتیبونو بشپړتیا ښیي چې د سفارت په چوکاټ کې فعالیت وکړي.

په لندن کې د فلسطین سفارت پرانیسته په داسې حال کې شوې چې د انګلستان حکومت څو میاشتې مخکې په تاریخي اقدام کې فلسطین د خپلواک او واکمن دولت په توګه په رسمیت پیژندلی و.

دا اقدام وروسته له هغه شوی چې لندن مخکې شرط ایښی و چې که په غزه کې بشري بحران پای ته ونه رسېږي او صهیونیستي رژیم اوربند ونه مني، نو د فلسطین په رسمیت پیژندل به اعلان کړي.

 

سرہ له دې، د لویدیځ د سیاستونو منتقدان وایي چې د نړیوالو قواعدو او حقوقو د دفاع ادعاګانې او د لویدیځو قدرتونو عملي چلند په فلسطین موضوع کې لا هم توپیر لري او دا پرمختګونه د صهیونیستي رژیم سیاسي ملاتړ دوام سره یو ځای، د بشري حقوقو شعارونو د صداقت په اړه جدي پوښتنې راپورته کوي.

 

ناظران باور لري چې د سفارت پرانیسته په خپلواک ډول د بحران پای نه دی او د فلسطین مسئله لا هم په ډګر واقعیتونو، سیاسي شخړو او د نړیوال حقوق پلي کولو لپاره د اغېزمنې ارادې نشتوالي کې ښکېله ده.