-
د امنیت شورا پریکړه لیک د اسرائيلو د بې مخینې انزوا ښوده کوي
Mar 27, 2024 02:12اسماعیل هنیه ووئيل،له ډیرو درندو لګښتونو سره سره ، وحشي صهیونیسټي رژیم د خپلو پوځي موخو په پوره کیدا کې ناکامه شوی او اوس نړیوال ملاتړ او سیاسی ملاتړونه هم له لاسه ورکوي او په دغو شرائطو کې د امنیت شورا پریکړه لیک صادر شوی که څه هم په ځنډ سره ؤ او ځیني نیمګړتیاوې او کمښتونه هم لري.
-
د ملګرو ملتونو امنیت شورا په غزه کې د سملاسي اوربند پریکړه لیک تصویب کړ
Mar 26, 2024 02:24امنیت شورا دوشنبه د مارچ پر ۲۵مه داسې یو پرېکړهلیک تصویب کړ، چې په روژې میاشت کې د سملاسي اوربند، له قید او شرط پرته د یرغمل شویو سملاسي آزادولو او غزې ته د مرستو رسولو د بېړني اړتیا غوښتنه پکې شوې ده.
-
د غزې جنګ اود صهیونیسټ رژيم په وړاندې د امریکادوه مخي لوبه
Mar 25, 2024 10:56امریکا د صهیونیسټ رژيم د بې قید او شرطه ملاتړي او ترټولو مهم متحد په توګه ددغه رژيم او د هغو د سپیرو او بې شرمه اقداماتو په وړاندې دوه ګوڼی کړچار وړاندې کړی دی. له یوه پلوه په یوه نمایشي اقدام کې له اسرائيلو سره د پیوستون، دنوو پوځي مرستو او له آنروآ سره ئې د مرستو غوڅول،ددغه هیواد په کانګرس کې تصویب شوي او له بل پلوه د جوبایډن حکومت د صهیونیسټ رژيم له خوا په رفح باندې له حملې سره خپل مخالفت اعلانوي.
-
د مقاومت جبهې د اسرائیلو د جنایتونو په ملاتړو نیوکه وکړه
Mar 25, 2024 09:10زمونږ خبریال راپور راکړی د یمن لوړې سیاسي شورا او د فلسطین حماس غورځنګ د صهیونیسټ رژیم د جنایتونو په وړاندې د اسلامي هیوادونو د مشرانو په چوپتیا او له اسرائیلو رژیم څخه د امریکا په هراړخیزه ملاتړونو نیوکه وکړه.
-
د مریم رجوي له ترهګرې ډلګۍ د ۸ امریکايي سینټرانوملاتړ
Mar 24, 2024 09:32د منافقینو د ترهګرې ډلې له غړیو د دغو سناتورانو ملاتړ په داسې حال کښې شوی دی چې دغه ترهګره ډله تر ۲۰۱۰ میلادی کال پورې د امریکا، کاناډا او اروپایی اتحادیې د بهرنیو ترهګرو ډلو په فهرست کښې وه خو له هغه وروسته او له ایران سره د دښمنۍ په هدف سره د امریکا او یو شمېر اروپايي هېوادونو له دغه لېست وایستل شو.
-
د صهیونیسټي رژیم په تازه بریدونو کې نږدې ۲۰۰ فلسطینیانو ته مرګ ژوبله اوښتې
Mar 24, 2024 01:28د ترکیې دولتي رسنۍ انادولو د وري په ۴مه، په غزه کې د روغتیایي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د اسرائیلي رژیم ځواکونو د غزې پر بېلا بېلو سیمو د بریدونو له امله، نږدې ۱۰۰ تنه په شهادت رسېدلي اوشاوخوا ۱۵۰ نور ژوبل شوي دي.
-
د امریکا او انګلستان بریدونه د اسرائیلو د ملاتړ لپاره دي
Mar 23, 2024 08:37ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د یمن د انصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام په یمن باندې د بریتانیا او د امریکا حملې له اسرائیلو رژیم څخه د دغو دوو هیوادونو د ملاتړ او د غزې تړانګې د خلکو پرضد د جنایتونو د ترسره کولو د هڅولو په لړ کښې وبللې.
-
د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري
Mar 21, 2024 01:46د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر د غزې په دلدل کې د صهیونیسټي رژيم ډوبېدو او د صهیونیسټانو د جنایتونو د اصلي شریک په توګه له امریکې سره د ولسونو د نفرت زیاتېدو ته په اشارې سره وویل: د صهیونیسټي رژیم د ستر ظلم د ختمولو لاره به دوام ولري.
-
په غزې تړانګه کې له 100 څخه زیات مرسته وېشونکي په شهادت رسېدلي
Mar 21, 2024 03:41زموږ د خبریال د خبر له مخې، په غزې تړانګه کې د فلسطین د حکومت د اطلاعاتو دفتر اعلان وکړ چې د بشري مرستو د وېش څه دپاسه ۱۰۰ تنه کارکوونکي او هغه کسان چې غوښتل یې په غزې تړانګه کې دغه مرستې ترلاسه کړي، په غزې تړانګه کې د صهیونیسټانو د نیواکګر رژیم د تیرې اونۍ د بریدونو له امله په شهادت رسېدلي دي.
-
۱۶۶ ورځې جګړه؛ د صهیونیسټي رژیم پوځونو ډېر پام د ملکي وګړو وژلو ته اړولی
Mar 21, 2024 02:45تر پنځه نیمو میاشتو جګړې وروسته، د صهیونیسټي رژیم پوځونه د فلسطیني جهادي ډلو په ځانګړي ډول د حماس اسلامي غورځنګ پر وړاندې په جګړه کې ناکام ښکاري او په دغې موده کې یې ډېر پام د ملکي وګړو پر وژلو او نیولو ورټول دی.